افغانستان

ولسي جرګه سبا ژمنۍ رخصتي پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګه سر له سبا ژمنۍ رخصتي پیلوي، چې تر راتلونکو ۴۵ ورځو پورې به رخصت وي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمد احمدزي نننۍ ناستې ته وویل، چې په ژمنیو رخصتیو کې به وکیلان له خپلو موکلینو سره وګوري؛ خو له امنیتي چارواکو یې وغوښتل چې د وکیلانو امنیت ته پوره پاملرنه وکړي.

ولسي جرګې د تېر کال له رخصتیو راهیسې ۵۴ عمومي ناستې کړي، چې یوه ناسته یې استیضاحیه، ۱۴ ناستې یې استجوابیه، ۱۳ ناستې یې استماعیه او ۳۴ عادي ناستې یې کړې وې.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان نننۍ ناستې ته وویل، چې په تېر یو کال کې ولسي جرګې د مراجعینو ۳ زره شکایتونو اورېدلي او ډېری یې حل کړي دي.

عرفان ومنله چې په تېر یو کال کې ولسي جرګه ونه توانېده، چې د حکومت پر کارونو سمه څارنه وکړي او د خپلو موکلینو غږ تر چارواکو وروسوي؛ خو د تېرو کلونو په پرتله یې تېر یو کال ښه وګاڼه.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست د دې جرګې غړي ملامت کړل، چې د هغو چارواکو پوښتنه یې ونه شوه کړی، چې دې جرګې ترې د باور رایې اخیستې وې؛ خو تراوسه په واک کې پاتې دي.
ده وویل« موږ(ولسي جرګې) د قانون مطابق ډېری چارواکي استجواب کړل؛ خو کومه پایله یې ورکړه؟ کېدای شي ځینې ووايي، چې موږ یې مسوول نه یو؛ ولې اصلي مسوولین یې موږ یو. که ع، غ څوک وژني د هغوی مسوول هم ولسي جرګه ده»

بشر دوست د ولسي جرګې غړيو ته وویل، چې دوی د خلکو سمه استازولي نه ده کړې، چې له امله یې د ولسي جرګې غړي ملامت دي.

په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او عبدالقادر ځای نه وو.

ولسي جرګې داسې مهال ژمنۍ رخصتي پیل کړه، چې تراوسه څلور وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او د ملي یووالي حکومت ورته نوي وزیران نه دي ورپېژندلي.
د دغې جرګې پر وکیلانو تور دی، چې ژمنۍ رخصتۍ د موکیلنو سره د لیدنو کتنو پر ځای په بهرنیو هېوادونو کې تېروي او د خلکو ستونزې نه اوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

دا ولسي جرګه نده دا مافيايي د ډلو او اړيکو جرګه ده. ټول د همدې جرګې وګړي غله، کمېشن کاران دي.

mha

I believe many of them will spend vacation time in Europe or United States in stead of visiting the people they voted for them, they have money and have relative living in US and Europe.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x