افغانستان

یوناما: افغان ماشومان له جګړې پرته په بل څه نه دي خبر

د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر(یوناما) وايی، چې افغان ماشومان له جګړې پرته په بل څه نه دي خبر. په افغانستان کې د یوناما د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش په یوه ناسته کې وویل، چې د جګړې دواړه لوري له ماشومانوګټه اخلي، نوموړي زیاته کړه: «جګړه ماشومانو ته له ذهني او فزيکي دواړو اړخونو تاوان لري، دا ماته بېخې ټکان راکوي، چې دلته ماشومان له جګړې پرته په هیڅ شي نه دي خبر.»

د یوناما د سرمنشي ځانګړي استازي دا خبرې په داسې حال کې کولي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اربکیانو په لیکو کې آن نهه کلن ماشومان هم په وچ زور جګړې ته اړ شوي دي. دغزني د اندړو ولسوالي د چهادرېوال په پوسته کې له دوولسو اربکیانو نه څلور تر دوولس کلنۍ ښکته عمر لري، چې د دوی په خبره اربکیانو يې له کورنیو نه د دوی دانکار په صورت کې دېرش زره کلدارې غوښتې چې د دوی په وس پوره نه وې.
د غزني په ګاونډ پکتیکا کې هم ډېری اربکیان له قوماندانانو پرته، تر پنځلس کلنۍ ښکته عمر لري، د اومنې ولسوالي د زاوکې په پوسته کې دوولس کلن اربکی بهادر وايي، چې نه يې تمرین کړی او نه په وسله پوهېږي، خو اربکیانو يې له پلاره یو اربکی، یاهم د میاشتې دېرش زره کلدارې غوښتې.
یاده دې وي، چې د اربکیانو په پوستو کې هر ډول نشه پروا نه لري، ځکه خو د سیمې د خلکو په وینا اربکي مشران قوماندانان خپله جنسي غریضه په کم عمره ماشومانو سړوی.
دا په داسې حال کې دی، چې دیوناما په ګډون ځينې بهرني سازمانونه د طالبانو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د شتون دعوې کوي، چې طالبانو پرلپسې رد کړې دي، او د دوی د لایحې له مخې بې ږيري ځوانان د دوی په صف کې نه شي ودریدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x