fbpx

افغان حکومت د پاکستان له لوري د مشال راډیو تړل کېدل وغندل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای له لوري د مشال راډیو بندول غندلي او دغه بندیز یې پر رسینو «ترهګریز» ګوزار بللی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بیان ازادي د ډیموکراسۍ بنسټیز اصل دی او همدغه اصل متمدن خلک له نامتمدنو جلا کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا د مشال راډیو بندول ښيي، چې اوس هم دوی د بیان ازادۍ ته ژمن نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یوازې د خلکو وژل ترهګري نه دی، بلکې د خلکو غږ بندول او د هغوی حقه حقونه نه ورکول هم «ترهګري» ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پاکستان نه غوښتي، چې مشال راډیو خپرونو ته دې بیا اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت وروسته له هغه د مشال راډیو دفتر په اسلام اباد کې وتاړه، چې په کراچۍ کې یو محسود ځوان نقیب الله محسود د پولیسو له لوري ووژل شو.

مشال راډیو د نقیب الله محسود وژنه د پاکستاني حکومت له لوري په دغه هېواد کې د لږکیو سره ظلم ګڼلی و.

مشال راډیو له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشتو پښتنو ته خپرونې کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې خپرونې په پاکستان کې بندې شوي دي.

مشال راډیو د امریکا د کانګریس په مالي مرسته د چک جمهوریت له پلازمېنې پراګ څخه خپرونې کوي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت په پاکستان کې د مشال راډیو بندول داسې مهال غندلي، چې د حکومت ضد رسنۍ او ازاد کارپوهان په افغانستان کې په ښکاره فعالیت نه شي کولی او په بېلابېلو پلمو یې بندیان کړي او ځورولي دي.

د امریکا له لوري پر پاکستان د نظامي مرستو بندیدو څخه د دواړو هېوادونو اړیکې ورځ تربلې ترینګلې کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د