
ټایمز: برتانیې افغان ژباړونکو ته شا ور واړوله
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): برتانوۍ ورځپاڼې «ټایمز» په وروستۍ سرلیکنه کې د افغان ژباړونکو ستونزې را برسېره کړي او ویلي يې دي ، هغه افغان ژباړونکې چې د برتانوي ځواکونو سره څنګ پر څنګ د هغوی په جامو کې ګرځېدل او د غچ اخیستلو له ویرې يې په خپل هیواد کې په سخته ګرمي کې مخونه پټول، نن ورته برتانیا شا اړولې او سپک چلند ورسره کوي.
د سرچینې په وینا دغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې يې د برتانوي ځواکونو تر څنګ د کال ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري فعال رول لوبولی، دوی ته دا امید ورکول شوی وو چې په وروستیو مرحلو کې به د دوی ساتنه او حمایت کیږي، چې له مخې به یې د دوی په قربانیو اعتراف کیږي او په برتانیه کې به دوی ته د استوګنې اجازه ورکول کیږي.
خو ورځپاڼه وايي چې په حقیقت کې نه یوازي د دوی سره سپک چلند وشو بلکې برتانیې ته د ننوتلو اجازه هم ور نه کړل شوه، ځیني ژباړونکي چې برتانیې ته رسیدلي، هغوی هم د بیرته شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د ورځپاڼې په وینا له دې چلند څخه دا پیغام ورکول کیږي، هر څوک چې په راتلونکي کې د برتانوي ځواکونو سره په جګړو کې مرسته کوي، هغوی به د ورته چلند سره مخ کیږي ، دوی دي خپله چاره په خپله کوي.
سرچینې ویلي چې برتانیې د افغان ژباړونکو سره وعده کړې وه که په هلمند کې د دوی د ځواکونو تر څنګ عسکري خدمت وکړي، دوی به ورته په برتانیې کې د اوسیدو امکانات برابر کړي، خو په حقیقت کې بل ډول چلند ورسره وشو.
ورځپاڼه کاږي چې برتانیې د دوی سره ظالمانه چلند ته مخه کړې، دوی د ژباړونکو راتلونکي ته هیڅ اندېښمن نه دي، کیدای شي طالبان له دغو ژباړونکو څخه غچ واخلي.
او زیاتوي چې په عراق کې هم د ژباړونکو سره ورته چلند وشو او د هغوی څخه په لسګونه یې وروسته د مخالفینو له لوري ووژل شول.