سوداني مشر الازهري او پرنګيانو ته درس

لیکوال : حامد افغان

د سودان مشهور مشر اسماعیل الازهري د یوه پلاوي په مشرتابه برتانیې ته ولاړی، دا مهال سودان د پرنګيانو تر استعمار (استخراب) لاندې و، دوی غوښتل د برتانیه له ملکې سره وویني او هڅه وکړي د سودان استقلال او ازادي ترلاسه کړي.

د برتانیې ملکې سره د سوداني پلاوي د لیدلو لپاره لوی مجلس جوړ شوی و، هغه مجلس کې د ملکې لپاره ځانګړې څوکۍ ایښې وه، کله چې اسماعیل الازهري له خپلو ملګرو سره هغه ځای ته ننوت، نو د ملکې دربار د ادابو پر خلاف هغه سیده د ملکې څوکۍ ته ځان ورسوه او د هغې په څوکۍ کېناست!

د مجلس د نورو ګډونوالو په شمول د ملکې د مراسمو مسؤل حیران پاته شو، هغه الازهري ته ورغی، په احترام او ورو غږ یې هغه ته وویل: ښاغلي مشره! تاسو د پروټوکول ادابو کې خطا شوئ. دا د ملکې څوکۍ ده، تاسو مهرباني وکړئ خپلي څوکۍ ته تشریف یوسئ.

اسماعيل الازهري خپل ناست و او د مسؤل د خبرو په کیسه کې هم نه و، ليږ وروسته یې په لوړ غږ د مجلس ګډونوال او د مراسمو مسؤل مخاطب کړل: زه نه یم خطا شوی، زه قصدا ستاسو د ملکې د عرش په څوکۍ کېنستم، څو تاسو پرنګيانو او ټولو ته ثابته کړم چې تاسو د خپلي ملکې د عرش په څوکۍ د څو دقیقو لپاره هم د کوم پردي ناسته نه شئ زغملئ او ځان ته مو حق ورکړی چې زما پر هیواد پنځه پنځوس کاله واک وچلوئ؟!

سبا مشهورو برتانوي ورځپاڼو لکه ټايمز، ډيلي او ګارډين، په لومړیو مخونو په غټو تورو ولیکل: سوداني مشر الازهري پرنګيانو ته سخت درس ورکړ!

د سودان د دې مشر “درس” ته نن هم سخته اړتیا ده، خو که داسې مشر پیدا شي چې پردیو ته د داسې درس ورکولو جرأت وکړي. الله دې په اسماعیل الازهري رحم وکړي او الله دې وبښي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښه خوږ او پند اخیستونکی داستان دی. سیاسی مشران اصولاً د خلګو لخوا ټاکل کیږی.داچه کوم سیاسی رهبر د زړورتیا او شهامت او تدبیر خاوند وی معنی ئې داده چه د خلګو فکری او قلبی او روحی او عملی ملاتړ ئې تر شا موجود دی.مثلاً ددې مرحوم الازهری د جرئت او زمریتوب شاته خپل خلګ ولاړ وه او ده ته ئې دا لوړه روحیه وربخښلې وه په ضمن کی دئ خپله هم حتماً یو پاک او سپېڅلی او نه خرڅېدلی او نه څرخېدلی مشر ؤ او د خلګو د پاکو او غښتلو احساساتو په مُټ ئې استعمارګرانو ته غاښونه چیچل.بناً… نور لوستل »