پنځوسمه ۵۰ آنلاین في البدیهه مشاعره

ترتیب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاین في البدیهه مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله (عرفاني) صاحب د فېس بوک پر دېوال تر سره شوه غورچاڼ یې په لاندې ترتیب کتلئ شئ.

د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي هاشم (سادات) صاحب د شعر په مطلع پیلوو خپل بیتونه مو په همدې قافیه او ردیف راپیل کړئ.

تش په خیالونو کې وصال ته سړی ورسوي
لېونۍ میـنه داسې حال ته سـړی ورسوي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځینې دردونه خو زخمونه په زړګي جوړوي
ځیني دردونه خو کمال ته سړی ورسوي
تڼیوال مفتون

د مینې درد به په خبرو کې کړي داسې انځور
شاعر به نه وي خو خوشحال ته سړی ورسوي
طلا محمد محمدي

څوک چې کوي ناحقه مینه، مینه نه پېژني
اخیر اخیر انجام زوال ته سړی ورسوي
عبدالباقي مهاجر

چې د جانان د راتلو غږ شي زړه مې شي په درزا
بې اختیاري شي استقبال تـه ســـړی ورســـوي
ع.عرفاني

تندی کړي سپر د خوف اثر یې په زړګي کې نه وي
د تکبیر چیغه اشتعال ته سړی ورسوي
عصمت الله بشام

د انتقام تانده، جذبه په زړه کې ډېره ښه وي
ځکه خو کله و شمال ته سړی ورسوي
نسیم عزیزي

دا د یتیم بچي شلېدلی ګریوان خړې سترګې
چې څوک یې و ویني بد حال ته سړی ورسوي
صفي الله رائد

کله نا کله مې رقیب سره لفظي شخړه شي
خو د جانان پر سر قتال ته ســـړی ورسوي
مستور مجاهد

ځني شعرونه حماسې پاروي ځني خو بیا
د مجازي عشقونو جال ته سړی ورسوي
ابو سهیل

دا په خپل منځ کې اتفاق کول طالبه وروره
بس نور څه نه دي لوړ مورال ته سړی ورسوي
اجمل خوستی

دا رقیبان مو چې زغمی نشي یاري جانانه
نو دغه جنګ غواړي جنجال ته سړی ورسوي
عمر

بېل له ملګرو شي سلګۍ اوه ژړا یې مل شي
د یار غمونه خو دیوال ته سړی ورسوي
غزالي

شهادت داسې یو منظر دی ای خوږو ملګرو
مینه رښتیا شي لایزال ته سړی ورسوي
صحرایي زلمی

دا تورې سترګې او سپین مخ او دا د ناز کاته یې
دیوان، رحمان او یا خوشحال ته سړی ورسوي
م نعمت الله مخلص

بس هغه مینه ده چې وینه یې په رګ ګډه شي
چې په جبین د وینې خال ته سړی ورسوي
غیرت شرنوال

دا د عشق زور دی چې د عقل تر اسمان پورته ځي
ممکن را لاندې کړي محال ته سړی ورسوي
ابو طارق هاشمي

ساده انسان وي خو چي کله شي مئین په جانان
ډېر عجیبه شان لوړ کمال ته سړی ورسوي
خلیل همراز

مسافرۍ ژوندون رښتیا بې حوصلې کړي خلک
کله په ټوکو هم جنجال ته سړی ورسوي
ابراهیم حنفي زرمتی

داسې کردار به د ژوندون په کوم پړاو کې وي بل
اى چې په مينه کې بلال ته سړى ورسوي
دانش ملنګ

چې په لوړ عزم ماتوي څوک د اشغال قافله
د هغه ننګ بیا استقلال ته سړی ورسوي
فتحان حنفي

داځیني ښکلي سړی وسوځي ایره ایره شي
ځیني خو تش د فکر ټال ته سړی ورسـوي
احمد مختار

دا سوې چیغې تاندې کړیکې او مظلومې اوښکې
دا به خونخوار او ظالمان زوال ته ورسوي
عبدالصمد شاکر

د یار د مینې لیونۍ ده خو بس غګ نکوي
ګوندې دا پټه خوله وصال ته سړی ورسوي
سعید بریال

پروردګار خو دې دا ښکلي ټول په سیند لاهوکړي
سړی مین کړي آن اوبال ته سړی ورسوي
احمد غني خالد

څیري ګرېوان کړي ژوندی مړ کړي سم دم دا ګوره
خانه خراب عشق داسې حال ته سړی ورسوي
عبیده ژوندون

په مرکزونو د غلیم سخت ګوزارونه کاندي
ستر استشهاد داسې کمال ته سړی ورسوي
ښایسته کندهار

څوک چې پنځه وخته کړي لمونځ اوتلاوت هم کوي
دومره حسين شي چه جمال ته سړى ورسوي
احسان الله انصار

د ښکلو مینه عجیبه غوندې کانـې کوي چې
یو ځل دې ښاد کړي، بیا زوال ته سړی ورسوي
حبیب الله تراب

دغه د سترګو اشارې او دا يو بل ته کاته
اخر د مېنې دې لوى جال ته سړى ورسوي
تسل منیب

دومره په جوش چي ځي دحق ميدان ته ښکلي زلمي
عشق ورته مات شي خو جمال ته سړی ورسوي
وقاد بدري

دا پاکې اوښکې چی روانې شی ګریوان په لوری
رښتینې مینه بیا بلال ته سړی ورسوي
ثاقب ملنګ

چې له سنګر نه اشنا راشي عجب کیف غوندې وي
د مینې زور یې خوږ وصال ته سړی ورسوي
هجرت احمدزی

له آه زګيرویو اوله څړیکو سره سم بلد شي
له ځان ملنګ جوړ کړي او سوال ته سړی ورسوي
غریب کوچی

په تورو خاورو کې وي پټ هيڅوک يې نه پيژني
چې شي مئين نو بيا کمال ته سړى ورسوي
خان آغا حمیدي

لومړی تکلیف وي خامخا پکې د زړه ستړیا وي
خو په آخیرکې ذوالجلال ته سړی ورسوي
طالب فیضان

ګاونډیتوب کې ماشومانو په سر جنګ مه کوئ
وړه خبره لوی جنجال ته سړی ورسوي
محمد عمر خېوه وال

ارمان مې پاته شي نیمګړی د زړګي انګړ کې
اشنا دا ستا مینه زوال ته سړی ورسوي
م امین زرګر

شهادت داسې یو ارمان دی چې پوره شي کله
نو سمدستي د حورو شال ته سړی ورسوي
محمد نبی محمدي

دا ستا یادونه مې چې نه پرېږدي شهیده یاره
په تړمو اوښکو لوند دسمال ته سړی ورسوي
اسحاق جان

کبر غرور پریږده له خاورو جوړ عاجز انسانه
دا عاجزي اخیر کمال ته سړی ورسوی
ثناءالله امیدي

یاره د مخ په دنیاکۍ کې دې راوکرځیدم
هغه هدف د زنې خال ته سړی ورسوي
شجاع لوګری

چې موټربم ته په مسکا مسکا روان شي جانان
رښتنی عشق د حورو خیال ته سړی ورسوي
فاروقي خپلواک

مینه اول کې په سړي باندې مېچنې تاؤ کړي
آخر د یار د زنې خال ته سړی ورسوي
جنتي ملنګ

چې عشق صفاء مینه صفاء وي اراده صفاء وي
خبر به نه وي خو وصال ته سړی ورسوي
نصرت الله ابن طارق

ای مسکین یاره کیناره کېنه لـه خلکو څخه
د الله ذکر خو کمال ته سړی ورسوي
الحاج مسکین یار عظیمي

اى شهادته ګوره څومره بختور يې ته خو
حورې نصيب کړې هم یې شال ته سړى ورسوي
څارګر سجاوند

چې له ژوندون سره تقوا مل شي نو څومره مزه
داسې کړه وړه نو بیا کمال ته سړی ورسوي
شاکر همدرد

د زړہ په کور کې یې ساتم تل د جانان یادونه
غازي لالی تل و جنجال ته سړی ورسوي
لمعان شینکی

کتاب ته کینم او فکرونه د سنګر کومه
د جهاد مینه داسې حال ته سړی ورسوي
د عرفات ګلان

شهادت داسې لوړ مقام او ده سپیڅلې مینه
چې دې نصیب شي ذوالجلال ته سړی ورسوي
حقمل نیازمند

بدرنګې سترګې به په بد نيت درپسې وي اشنا
ډېره ښکلا هم لوى جنجال ته سړى ورسوي
عبدالمالک ستانېزی

په کومه ورځ چې ترينه لاړ شي ټوله شپه وژاړي
د جانان هجر داسې حال ته سړی ورسوي
الیاس فاتح

د حقيقي مينې منزل هم تر ابده ښايسته
دا بعضې مينې خو زوال ته سړی ورسوي
اجمل صابر

د استشهاد د موټر بم او واسکټ بمه ځار شم
د حورالعین د زنې خال ته سړی ورسوي
عقابي جانان

د دین په سر چی چا برداشت کړ مشقت او تکلیف
په آخرت به ذوالـجلال ته سړی ورسوی
مدثرجان پسرلی

دا غیرت منې دې پر سر کاندې شملې د غرت
دا بې غیرته چې بس شال ته سړی ورسوي
خادم افغان

زه له مودو ستړى ستومان هجر وهلى يمه
که مې دې سيوري د ديوال ته سړى ورسوي
منصور افغان

ځان چې په مينه کې بلال ته سړى ورسوي
رښتینی عشق يې بیا کمال ته سړى ورسوي
عبدالنصیر الکوزی

عشق خو د زړونو يو تړاو دى عشق جسد نلرى
چې چا سره شي دې کمال ته سړى ورسوي
مهاجرې اوښکې

شي د هر چا د سترګو تور چې احترام يې کوي
د دين خدمت خو سم کمال ته سړی ورسوي
زبیر

له غوسې ډک یاران دستي ټوپګ ته منډې وهي
په نه خبره شيطان جال ته سړی ورسوي
اسدجان ملنګ

چې دې په ژبه وي مدام خوږې خـوږې خبرې
دغه آخلاق ھم و جمال ته سړی ورسوي
عطا حقاني

بس لږ اخلاص غواړي د لوی بابا رحمان خبره
چې آن یې عرش د ذوالجلال ته سړی ورسوي
عبدالقادر سلیمي

وچې سپېرې، پتري پتري شونډې، بیزار له هرچا
دا ستا یادونہ ھمدی حال ته سړی ورسوي
انس افغان

راباندې زور دی اوس هجران کېدی شي مړ به شمه
فراق ظالم خو بیا زوال ته سړی ورسوي
سرتېری ګل

فه لوڅو پښو باندې مزل په دی اغزنو لارو
هجران کړي ختم خوږ وصال ته سړی ورسوي
عمر خالد

د هجرت ژوند کې مو بې شمیره تکليفونه تیر کړل
تور پنجابیان د تکلیف حال ته سړی ورسوي
الفت جان

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

که په مشاعره کی ګډون مُفت وی نو:
عقل او عشق که په یوه وجود کی وروزل شی
نو به اصلی پیر او ابدال ته سړی ورسوی