په ملګرو ملتونو کې امریکا او پاکستان د افغانستان پر سر ښکر په ښکر شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا له پاکستانه وغوښتل چې «تروریستي ډلو» ته په خپل هیواد کې پناه ځایونه ور نه کړي، خو پاکستان د امریکا د ټرمپ ادارې څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دننه دي د پناه ځایونو چاره وکړي او د مخدره توکو د تجارت مخنیوی دي وکړي.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم دغه لفظي جګړه تېره ورځ جمعه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هغه مهال را منځته شوه کله چې د افغانستان په اړه بحث کېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولویان وویل چې امریکا په داسي حال کې د پاکستان سره ګډ کار نه شي کولای چې دغه هیواد تروریستي ډلو ته پناه ځایونه ورکوي او زیاته یې کړه پاکستان که غواړي په افغان سوله کې ځای ولري، نو له دغسي کړنو دې لاس واخلي.

چې په ځواب کې یې د پاکستان سفیري ملیحه لودي وویل افغانستان او امریکا ته اړتیا ده چې خپل د چلینجونو سره دي مبارزه په افغانستان کې دننه وکړي، خپله ناکامي دي پر نورو نه ورغورځوي.

هغې زیاته کړه: څوک چې دا ګمان کوي چې د افغانستان د حکومت د مخالفینو پناه ځایونه له هیواده بهر دي، اړتیا لري چې حقیقت درک کړي.

دواړه هیوادونه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر سر وروسته تر هغه سره ښکر په ښکر کیږي چې په دې وروستیو کې امریکا پر پاکستان خپل مالي کومکونه هم بند کړل او پاکستان باندي يې د طالبانو د ملاتړ تور پوري کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جان سولویان وویل چې د افغانانو په مشري او افغانانو په خوښه د سولې پروسې تر څنګ د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د وسله وال ځواک ملاتړ یوازینۍ لاره ده چې طالبانو ته څرګنده کړي دوی نه شي کولای چې جګړه په میدان کې وګټي، د حل یوازینۍ لاره سیاسي ده.

نوموړي وویل دا اوس ټولو ته څرګنده ده چې د افغانستان حکومت د سولې پروسه پیلول غواړي خو طالبان هیڅ لیوالتیا نه ښيي چې په وينا يې طالبان باید رویه بدله کړي.

نوموړي وویل نړیواله ټولنه باید د طالبانو مخه ونیسي، هغوی تجرید کړي، مالي او تسلیحاتي سرچینې یې ور بندي کړي.

نوموړي پر ځینو هیوادونو تور پوري کړ چې د داعش سره د مخالفت په نامه د طالبانو ملاتړ کوي.

ده د هغو هیوادونو نومونه وانه خیستل او په وينا يې دواړې ډلې سره تړلي نه دي، خو مونږ باید د داعش پر ضد جګړه وکړو او طالبان د مذاکراتو میز ته حاضر کړو.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم د پاکستان سفیري ملیحه لودي وویل تر ۱۷ کلونو جګړې وروسته دا جوته ده چې نه هم د افغان حکومت او نه هم طالبان د جګړې له لاري پرمختګ کولای شي.

هغې وویل چې د افغانستان د مسلې په حل کې پر پوځي اړخ ټینګار کول جګړه نوره اوږدوي، باید سیاسي چارو باندي غور وشي.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین حکمت خلیل کرزي هم وینا وکړه، خو پاکستان، افغانستان او امریکا د هغو مرستو په اړه هیڅ ونه ویل چې په دې وروستیو کې پر پاکستان بندي شوي دي.

حکمت خلیل کرزي وویل، مونږ خوښ یو چې په دې وروستیو کې د «تروریستانو» د پناه ځایونو په اړه زمونږ نظر تر بل هر وخت زیات ومنل شو.