په جنوبي وزیرستان کې څلور زره مسجدونه او مدرسې په شهادت رسیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د سیفران وزیر لیفټنټ جنرال عبدالقادر بلوچ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو له امله ۸۴۴ مسجدونه او مدرسې په شهادت رسېدلي خو د امت ورځپاڼې په وینا دغه شمېر تر ۴ زره اوړي، چې په وینا یې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په شمول د ډرون بریدونو او وسلوالو مخالفینو تر منځ د خپل منځي جګړو له امله نړېدلي دي.

د امت ورځپاڼې له راپور سره سم د سیفران (د سرحداتو او قبایلي سیمو) وزیر عبدالقادر بلوچ د پاکستان ملي جرګې ته د وینا پر مهال وویل چې د شهید شویو مسجدونو او مدارسو د بیا تعمیر لپاره دوی ۶۰ ميليونه روپۍ ځانګړي کړي دي.

د امت ورځپاڼې د سرچینو په وینا په شهید شویو مساجدو کې ځیني یې دومره لوی او ښه جوړ شوي وه چې په هغو کې یوازي د یوه مسجد د بیا ودانولو لپاره ۶۰ ميليونه روپۍ مصرف راځي، لکه د سام کیني بازار جامع مسجد، د مکین بازار جامع مسجد، کوټ کئي جامع مسجد، لدها جامع مسجد، سورکئ جامع مسجد او ځیني نور چې په وینا یې په دغه مسجدونو کې په زرګونو خلکو پر یوه وخت لمونځ کولای شوای، خو تر اوسه پر دغه مساجدو د بیا تعمیر کارونه نه دي پیل شوي، یوازي د سړک پر غاړه ځیني مسجدونه جوړ شوي چې په حقیقت کې د سیمه ییزو خلکو د لمانځه لپاره کم او چارواکو ته د ور ښکاره کولو لپاره ډیر په ګټه تمامیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د وفاق المدارس مشر مفتي محمد کفایت الله د امت ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د خوښي لپاره په جنوبي وزیرستان کې مسجدونه او مدارس په شهادت ورسول شول، ځکه چې امریکا د اسلام، مدارسو او مساجدو پر ضد جګړه کوي، دوی په قصدي ډول مساجد په نښه کوي او د قرآن کریم بی حرمتي کوي.

د نوموړي په وینا د جنوبي وزیرستان خلک ورته وايي چې تر بمباریو وروسته د مساجدو قرآن کریمونه هم پارچه پارچه شوي او اکثره ورقي يې کله یو ځای او کله بل ځای هوا اخیستي وي.

نوموړي وویل چې مونږ په جنوبي وزیرستان کې د پوځ ملاتړ وکړ خو زمونږ په سیمه کې چې اکثره یې د پوځ ملاتړي ولسونه اوسیږي، هلته هم مسجدونه او مدارس نړول شوي دي.

مفتي کفایت الله وویل چې اوس د سیمې خلک له سره کوشش کوي چې خپل مساجد جوړ کړي خو د تاسف ځای دی چې سیمه ییز چارواکي د هغوی په وړاندي خنډ جوړیږي او په ځانګړي ډول د مدارسو پر بیا ودانولو باندي کلکه پابندي ده.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې امت ورځپاڼې ته وویل چې دلته په جنوبي وزیرستان کې شاوخوا ۴ زره کوچني او لوی مساجد او مدارس نړول شوي دي، چې د هغوی د بیا تعمیر مصرف که اوسط ۴۰ لکه (څلور ملیونه) ونیول شي نو مصرف یې ملیاردونو ته رسیږي.

د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې اړوند د ملي جرګې غړي محمد جمال الدین د امت ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې زما د پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ د شهید شویو مساجدو او مدارسو شمېر ۸۴۴ یاد کړ، ما غوښتل چې د نوموړي څخه پوښتنه وکړم چې دغه شمېر پر کوم اساس یادوي، ځکه چې اصل شمېره خو تر دې څو چنده زیاته ده، خو فرصت مي ونه موند.

محمد جمال الدین چې خپله هم د جنوبي وزیرستان دی، زیاته کړه چې د سیمه ییزو خلکو سره له مشورې پرته د سړک پر غاړو باندي ځیني مسجدونه بیا رغول کیږي چې د سیمې د خلکو ضرورت نه پوره کوي.

نوموړي وویل چې په شهید شویو مسجدونو کې یې ځیني داسي وه چې اولس اتلس کاله تر مخه جوړ شوي او په هغه وخت کې باندي تر څلور میلیونه (څلور سوه لکه) روپۍ مصرف شوی وو، اوس که د هغوی د بیا ودانولو لپاره ۶۰ ميليونه روپۍ ځانګړي کیږي نو دا به د هغو غوندي یوه مسجد لپاره هم بس نه شي.

نوموړي وویل چې په اورګزئ کې یو مسجد خلکو په خپل لګښت له سره ورغوی او لمونځونه یې په کښي پیل کړه، خو اوس هم سیمه ییز چارواکي د جمعې د لمانځه اجازه نه ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې مساجد خو خلک په خپل لګښت باندي له سره رغوي او خپله یوه چاره کوي، خو چارواکي په ټینګه پر مدارسو باندي غیر اعلانیه بندیزونه لګولي دي.

د سرچینې په وینا د سیمې خلکو ورته ویلي چې د دوی د مساجدو او مدارسو ستونزه تر اوسه کوم مذهبي ګوند او یا وفاق المدارس په هغه جدیت نه ده را اوچته کړې لکه څرنګه چې په کار وه، د تاسف ځای دی چې دوی یوازي د خولې خبري وکړي او نوره موضوع په جدي توګه نه تعقیبوي.

سرچینې زیاته کړې چې په جنوبي وزیرستان کې د مسجدونو او مدارسو شهادت د کال ۲۰۰۳ څخه پیل شو خو په کال ۲۰۰۸ کې چټکوالی په کښي راغی.

سرچینه: امت ورځپاڼه

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

هلته علما څه تندر وهلی چی د خبیث،ظالم،مرتد او انګریز حکومت په وړاندی دجهاد فتواء نه ورکوی

فرهاد افریدی
میلمه
فرهاد افریدی

د هغوی عالمان عالمان دی.نه طالبان.د هغوی علمیت په ملی گتو راتول دی.او بیا د مدرسو جماتونو تیکداری خو په افغانستان کی کیگی.نه په پاکستان کی.

اقبال
میلمه
اقبال

یوه پښتو ډرامه می کتله یو ټوقی چه یو لوده کس به اړه یی ټوقه کوله ویل یی ( یا الله ج ستا رحم ته حیران یم چه دی لوده ته هم روزی ورکوی که زه وی ما به ناولتیاوو کی سیزلی وی ، فرهاد افریدی هماغه کس دی باید ناولتیاوو کی وسیزل شی څومره ابلهانه ارزونه !!!!!!!!!!![[ ۱ ـــ [[د هغوی عالمان عالمان دی نه طالبان ]] . ۲ ـــ بیا وایی (( د هغوی علمیت په ملی ګټو راټول دی )) ۳ ـــ بیا لیکی د مدرسو او [[جماتو تیکداری افغانستان کی کیږی پاکستان کی نه ]] ۱… نور لوستل »