افغانستان

د ننګرهار خونړی برید له ۴ساعته مقاومت او زیاتې مرګ ژوبلې سره پای ته ورسېد

نن ټکی آسیا: د ننګرهار امنیتي چارواکي او د طالبانو ویاند په یوه خوله وايي، چې په جلال اباد ښار کې د عدلي چارو پر ریاست پيل شوی برید له څلور ساعته مقاومت څخه وروسته پای ته ورسېد.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په برید کې یې د ریاست دننه د دغه ریاست ۱۵ کارمندان وژلي اوګڼ نور ټپیان کړي.

نوموړی زیاتوي، چې پر یاده مرګ-ژوبله سربېره ۱۳ نور پولیس چې له بهر څخه د جګړې د کنټرول په پار را روان ول، هم د تکتیکي چاودنو په مټ مړه او ټپیان شوي.

بل خوا د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد د پېښي په ځای کې خبریالانو ته ویلي، چې په برید کې له درو برید کوونکو پرته اته کسان ، چې دوه پولیس او نور د ریاست کارمندان پکې شامل دي، وژل شوي.

نوموړي ویلي، چې په برید کې ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي.

بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال وايي، چې د پېښې له ځای څخه دوی ته څلور جسدونه او دولس ټپیان وروړي دي، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

د یاد برید د تلفاتو په اړه د ننګرهار د چارواکو څرګندونې ضد و نقیض دي.

همداراز امنیتي چارواکي د برید کوونکو شمېر درې تنه ښيي خو طالبان وایي چې برید د دوی د دوو تنو سرتېرو ملګرو سعید ننګرهاري او عادل کنړي له لورې ترسره شو.

د ښاغلي مجاهد په خبره نن له سهار راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو سېمو کې د خیبر د عملیاتو په ترڅ کې لسګونو دولتي کارکوونکو، پولیسو ، مهمو چارواکو او نورو اړونده منسوبینو ته تلفات اړولي او د نورو ورته بریدونو د ترسره کولو په تکل کې دي.

طالب ویاند دا هم ویلي، چې دا برید یې یوازې په دې موخه ترسره کړی، چې په دغه ریاست کې ظالمانه او له انصافه خورا لیرې پریکړې کیدې.

د پېښي نور لومړني جزییات دلته لوستلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x