افغانستان

نور: زما د استعفا سره به ولسمشر او اجراییه رییس دواړه استعفاوې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ ګوښه شوی والي عطاء محمد نور وايي، چې د ده ګوښه کول د ولسمشر صلاحیت نه دی او نه یې ولسمشر له دندې ګوښه کولی شي.

نور نن په بلخ کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل، که زه استعفا کوم؛ نو ولسمشر غني او او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله به هم خپلې استعفاوې وړاندې کړي او د جمعیت اسلامي ګوند له توافق پرته خپله استعفا نه وړاندې کوم.

د نور په خبره، جمعیت اسلامي ګوند د اوسني حکومت په جوړښت کې مهمه ونډه لري او د ده استعفا د دواړو مشرانو له استعفا سره اړیکه لري او همهاله باید خپلې استعفاوې وړاندې کړي.

نور  په کابل کې د امریکا د سفیر جان باس هغو خبرو ته په اشاره وویل، چې له د بلخ له ګوښه شوي والي یې غوښتي وو، چې په سوله ییز ډول واک نوي والي ته پرېږدي،  امریکا باید د افغانستان اوسني شرایط په پام کې ونیسي، د افغانستان اساسي قانون مطالعه کړي او بیا دې د افغانستان په باره کې خپل نظر وړاندې کړي.

نور د امریکا د سفیر خبرې شخصي نظر وباله او له امریکايي چارواکو یې وغوښتل، چې دوی د «تروریزم» سره د مبارزې لپاره راغلي؛ نه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره.

د بلخ ګوښه شوي والي تېره اوونۍ ګواښ کړی و، که د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېږي؛ نو دی به سرتاسري پاڅون وکړي او خلک به د حکومت پر ضد راپورته کړي.

عطاء محمد نور نږدې اووه اوونۍ وړاندې ارګ ګوښه کړی؛ خو تراوسه ارګ په دې نه دی توانېدلی چې نوموړی له واک وغورځوي او د بلخ لپاره ټاکل شوی والي انجینر داود خپل کار پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د جلا خبره ده چه زمونږ هیواد اشغال او ټوله غلامه اداره د اشغالګرو له خوا د برچی په زور تپل شوی یعنی عطا ، غنی او عبدالله دری واړه نادانونه، ملی خاینین ، سړیخواره او د مظلوم اولس مجرمین دی او د دغه پوستو اهلیت او پوهه هم نه لری . خو که د دغو لویانو ترمنځ قضاوت کوو چه کوم لیوه ډیر او کوم لیوه کم ظالم مظلوم ، په حقه او په ناحقه دی زه په ز غرده ویلی شم چه عطا نور د عبدالله او غنی پرتله جق په جانب دی، دا سمه ده چه عادی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x