نړۍ

د کراچي ښار به د یو کال لپاره بند کړو، ایم کیو ایم

نن ټکی آسیا: د متحده قومي مومنټ یوه سناتور ویلي چې که ددوی مشر الطاف حسین ته پاسپورټ ورنه کړه شو، نو دوی به د یو کال لپاره احتجاجا د کراچي ښار بند کړي، او ټول نظام به یې ور فلج کړي.

باید وویل شي الطاف حسین چې د متحده قومي مومنټ په نامه د یو سیاسي او مافیايي ګوند مشر دی، په لندن کې استوګن دی، او د پاکستان عدالت ته په ډیرو قتلونو او مقدماتو کې مطلوب دی.

نوموړي لندن ته تر تښتیدو وروسته هلته سیاسي پناه اخیستی، او برتانیا ورته تابعیت ورکړی، او له هغه ځایه یې د پاکستان په داخلي او سیاسي چارو کې د مداخلې پوره واک ورکړی.

د ایم کیو ایم په نامه ډلي سناتور طاهر مشهدي وویل چې الطاف حسین په لندن کي یوه میاشت تر مخه د پاکستان سفارت ته ورغلی، د پاسپورټ لپاره یې فیس جمع کړی، او هلته یې د خپلو ګوتو نښانونه او عکسونه اخیستي، خو بیا هم د حکومت چارواکي وايي چې الطاف حسین سفارت ته نه دی ورغلی.

او زیاته یې کړه چې حکومت په دې اړه درواغ وايي، او که یې په لنډه موده کې جواب ورنه کړ، نو دوی به کراچي ښار د یوه کال لپاره بند کړي.

باید وویل شي چې د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچي چې د ټول پاکستان اقتصاد باندي تکیه کړې، د متحده قومي مومنټ د ډلي له خوا یرغمال دی، ددې ښار امنیت او اقتصادي منابع د وسلې په زور دغه ګوند په خپل واک کي اخیستي، ترور، قتل، او د تاجرانو څخه د میاشتي او اونیو په حساب پيسې راټولولو باندي خپل تنظیمي چاري پر مخ بیايي.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x