د شهادت جام / فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

والله ډېر دی مزېدار د شهادت جام
عجيبه لري خمار د شهادت جام

تر قيامته به خمار نشه نشه وي
چې څوك نوش كاندي يو وار د شهادت جام

بدرګه باندې راځي ورته ملكې
رنګ په رنګ وي تل سينګار د شهادت جام

د مؤمن خاورين بدن پرې زرغونېږي
همېشه لري بهار د شهادت جام

مسلمان چې ماتوي ورپسې سر خپل
حيران كړي دي كفار د شهادت جام

د بې دينو زارې تركې ترېنه چَوِي
لټوي بس ايماندار د شهادت جام

كِفاره د ګناهونو دى مؤمن ته
پاكوي به ګنهګار د شهادت جام

( فيضاني ) په مينه غواړه له الله نه
هر ماښام او هر سهار د شهادت جام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د