دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او مسلمانانو ته د نفاق خطر

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : په تېره برخه کې مو د نفاق معنی ، تعریف یاد کړل او دا تېر شول چې نفاق په دوه ډوله اول ډول یې نفاق اکبر دی چې دا خالص کفر دی او دوهم ډول یې نفاق اصغر دی د هغې برخې په تعقیب …

النفاق الاصغر (وړوکی نفاق)

دا هغه نفاق دی چې انسان ځان په ظاهر نېک عمل ، مخلص ښکاره کړي او په حقیقت کې داسې نه وي په پټه نېک عمل نه وي.

نو دا دوهم ډول نفاق ته چې مونږ وګورو صرف انسان ځان مخلص ښکاره کوي او دی مخلص نه وي ، انسان ځان نېک عمل ښکاره کوي او په پټه باندې ډېر بد عملونه ولري نو دا ډول نفاق له ایمان سره جمع کېدلی شي امام ابن قیم رحمه الله فرمایی : دا دوهم ډول نفاق عملي نفاق دی او له ایمان سره جمع کېدلی شي لکن کله چې دا نفاق هم په یو انسان کې کلک ، محکم او پوره شي نو یو څوک له ایمان څخه ویستلی شي .

نو معنی دا چې وروسته مونږ د منافقینو نښې او علامې بیانوو نو معنی به دا نه وي چې هغه نښه په چا کې موجوده شي په هغه به مونږ د کفر فیصله کوو او هغه د وعید آیتونه به ټول د هغه په حق کې تطبیق کوو کوم چې د منافقینو په شان کې نازل شوي دي .

د نفاق خطر

منافقین اسلام ته لوی خطر دی ، په هر وخت کې منافقین اسلام ته هغه صدمه او ضرر رسولی شي چې ښکاره کفار یې ورته نشی رسولی لکه مخکې چې تېر شول منافقین داسې دښمنان دي لکه د یو چا د کور په د ننه کې دده لپاره یو کس وي چې په ښکاره دده سره ښه رویه کوي او دده تابع وي او په پټه دده د سر دښمن وي دده لپاره د موقع انتظار وباسی ښکاره خبره ده چې دا کس دده لپاره تر هغه دښمن څخه ډېر خطرناک دی چې دده له کور نه بهر دی او دده سره ښکاره دښمني کوي .

نفاق اسلام ته داسې ضرر رسوي لکه هغه چینجی چې تر زمکه لاندې د ونې ریښې پرې کوي دوی هر وخت د اسلام په جامه کې د اسلام تخریب کوي ، ژبه یې د مسلمانانو ژبه وي او زړونه یې د شیطانانو وي باطل ته د حق رنګ ورکوي او خلکو ته یې وړاندې کوي ، داسې ده لکه باطل ته چې د حق څرمن ور واغوندي او یا د شهدو په رنګ کې خلکو ته زهر ورکوي ددې امله چې دوی د اسلام لپاره دومره خطرناک دي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ لدې خطر څخه ډار کړی یو په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : أخوف ما أخاف على أمَّتي كلّ منافِق عليم اللِّسان . رواه الامام احمد رحمه الله

ترجمه : زه چې په خپل امت باندې زیات ډارېږم د هغه منافق نه ورباندې ډارېږم چې (صرف) د ژبې عالم وي (صرف په ژبه داسې خبري کوي لکه دا چې عالم وي او عمل یې د عالم نه وي) .

همدارنګه حضرت عمر رضی الله عنه هم فرمایل : زه په تاسې باندې ډېر زیات د هغه منافق څخه ډارېږم چې هغه په ژبه باندې عالم وي چا ورڅخه پوښتنه وکوله چې منافق څنګه عالم وي؟ حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل : په ژبه باندې خبرې د علم او حکمت کوي او عمل یې خراب وي . جامع العلوم والحکم
د حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه فرمایل : إنَّ المنافقين اليوم شرٌّ منهم على عهْد النبي – صلَّى الله عليه وسلَّم – كانوا يومئذٍ يسرون، واليوم يجهرون . صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه منافقین د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ډېر بد وو د نن ورځې د منافقینو څخه په هغه وخت کې به منافقین پټ وو او اوس خو ښکاره دي .

په اسلام کې د نفاق شروع

د اسلام له اولو وختونو څخه نفاق هم پیدا شوی دی ددې امله الله تعالی په قرآن کریم کې په مختلفو ځایونو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقینو له شر څخه او د هغوی له ځینې نښو او حالاتو څخه خبر کړی دی ترڅو مسلمانان په هغوی باندې خطا نشي .

نفاق او منافقین په قرآن کریم کې

ددې لپاره چې الله تعالی مسلمانانو ته په سمه توګه د منافقینو خطر ور ښکاره کړي نو د قرآن کریم په متعددو ځایونو کې یې د منافقینو ذکر کړی دی ، د هغوی صفات یې ورته بیان کړي دی ، د هغوی کړنلارې یې ورته ښکاره کړي دي او یو سورة (سورة المنافقون) یې مکمل د منافقینو په نوم کړی دی ترڅو مسلمانان د هغوی له خطرونو څخه خبر کړي په قرآن کریم کې سورة المنافقون ۶۳ نمبر سورة دی او د هغه سورة نه بغیر په نورو ځایونو کې هم په قرآن کریم کې په مختلفو ځایونو کې د منافقینو په اړه آیتونه راغلی دي د مثال په ډول الله تعالی په یو ځای کې د منافقینو په اړه فرمایی :

بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (138) الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) . سورة النساء
ترجمه: زیری ورکړه (ای محمده!) منافقانو ته په دې چې بېشکه شته دوی ته عذاب دردناک هغه کسان چې نیسي دوی کافران دوستان (خپل) بېله مؤمنانو ایا لټوي دا (منافقان) په نزد د دې (کفارو) عزت پس بېشکه (دنیوي او اخروي) عزت خاص الله تعالی لره دی ټول) .

لږ وړاندې بیا الله تعالی فرمایی : إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا (140). سورة النساء

ترجمه : بېشکه چې الله تعالی یو ځای کوونکی دی د منافقانو او د کافرانو په جهنم (دوزخ) کې د ټولو (په یو ځای کې) .

بیا الله تعالی فرمایي : الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ وَإِنْ كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا (141). سورة النساء

ترجمه : هغه منافقان چې همېشه منتظر دي (حوادثو) ستاسې ته ، نو که وو تاسې ته بری له (لوري) د الله تعالی نو وايي دا (منافقان مسلمانانو ته ) چې آیا نه وو مونږ له تاسې سره؟ او که وه کافرانو ته برخه (د بري) نو وايي دا (منافقان کفارو ته) چې آیا غالب شوي نه وو مونږ پر تاسې او (آیا) ومو نه ژغورلئ (بچ مو نه کړئ) تاسې له مؤمنانو ځنې؟ .

په بل ځای کې الله تعالی فرمایی : إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (49). سورة الانفال

ترجمه : (یاد کړئ ) هغه وخت چې ویل منافقانو (د مدینې) او هغو کسانو چې په زړونو د دوی کې مرض وو (د اعتقاد دضعف) چې مغرور کړي دي دغو مؤمنانو لره دین د دوی ( چې سره د لږ والي او بې اسبابي پر ډېرو وسلو لرونکو ورځي و فرمایل الله تعالی په ځواب د دوی کې ) او هرڅوک چې توکل وکړي په الله تعالی نو (غالبیږي ځکه چې) بېشکه الله تعالی ښه غالب قوي (په انفاذ د احکامو) ښه حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي) …. نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع:

قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x