
عـــشـق لــټوي
جواد مل
سپینه سپوږمۍ ځي د اسمان پر لمن عشق لټوي
پرهر پرهر سینه هرګل د چمن عشق لټوي
د خواهشاتو پر ګردن د دروند قدم عاملان
پہ محبت تورن ترې ژوند ګیلمن عشق لټوي
ھم د برچو پر لار پہ ورانه سینه منډي پسې
ھم دا مین دی پہ تومن ؤ ثمن عشق لټوي
د عندلیب د لېونتوب چیغو پہ ستړي شیندائ
د ګل پہ غېږ کي دی مشغول او ایمن عشق لټوي
چي د یوسف پہ غم يي سترګي نابینا ولیدې
خود د یعقوب علیه سلام پړه زامن عشق لټوي
د “جوادمل” میني تہ سپک کتل ګناه ده خلګو!
عشق لټوي د چاچي دوست ؤ دښمن عشق لټوي