دیني، سیرت او تاریخ

دوینې څیښل اوخوړل په اسلام اوساینس کي (۴)

وینه په احادیثوکي

ایاوتاسوته معلومه نه ده چې هرډول وینه حرامه ده.

سالمه! تاسی بربادشواست! ایاوتاسوته معلومه نه وه چې هرډول وینه حرامه ده بیاداسی مه کوه.

ای عبدالله! داوینه داسی ځای وغورځوه چی تایوڅوک ونه وینی (کله چې هغه واپس راغلی) ده ورته وفرمایل کیدای شی داوینه تاسی څیښلې وي ، دوینې دڅیښلووتاته چاوویل؟ دادخلکوستاڅخه اوستادخلکوڅخه خرابي ده.

کنزالعمال: ټوک۱۵، پاڼه ۱۲۳

داچې هرډول وینه حرامه ده لکه په حدیث شریف کی چې راغلې ده نودهرډول وینی خوړل اوڅیښل اوخوړل هم حرام دی، داځکه چې په حدیث شریف کی ورته خرابی ویل شوی چې اوسنی ساینس یی دخرابۍ ټول پټ رازونه ښکاره کړیدی اوپه زرهاوناروغیانې ورڅخه پیداکیږی چې مهلکې اووژونکې دي نوپکارداده چی هرهغه شی الله جل جلاله حرام کړی دی هغه دتاوانه اوکړاوونوڅخه خالي نه دي نوپکارداده چې ځانونه په کلکه ورڅخه وژغورو.

دوینې پرحراموالی باندی دټولوفقهاواتفاق دی لکن ددوی دومری اختلاف دی چې په حنفی مذهب کی درګونوبهیدونکې وینه ناپاکه ده، که په غوښه کی کومه وینه وي هغه بیاپاکه ده، دحلالیدوورسته کمه وینه چې په رګونوکی پاتې وي هغه هم ناپاکه ده، ینه اوتوری حلال دی دماهی اوداوبودحیواناتوچې کومه وینه ده هغه هم ناپاکه نه ده،دشهیدوینه دشهیدلپاره پاکه ده له همدې کبله وده ته غسل نه ورکول کیږی په شافعی اوحنبلی مذهب کی دغوماشی اومنګوړوینه ناپاکه نه ده، په حنبلی مذهب کی دماهی وینه هم پاکه ده، مګرپه شافعی اومالکی مذهب کی وماهی بهیدونکې وینه ناپاکه ده.

(قاموس الفقه ۴ټوک، پاڼه:۴۳۶

لیکوال:مولاناخالدسیف الله رحمانی

نوټوله هغه وینه چې حرامه ده دهغې خوراک اوڅیښاک هم حرام دی، له دې څخه ماسواهغه وینه چې حکم یی دمردارې نه لکه دغوښې وینه ددې خوراک هم ناجایزدی چې داهم وانسان ته ډیرتاوانونه رسوی، دحیوان ټولې ناوړه ناروغیانې وانسان ته سرایت کوی اوخپل تراغیزویی لاندی کوي له همدې کبله ویلای شوچې هرډول وینه ماسواله ینې اوتوری څخه بل دوینې هرډول حرام دی اودپوره تکلیفونواوتاوانونوڅخه ډکه ده.

سوال: دوزې اوغواوینه حرامه ده که حلاله؟ کله چې یوڅول دقصاب له دوکانه څخه غوښې وړی اوپرکالویی دوینې کوچني کوچني څاڅکي وشی ایاداکالی  ئې پاک دی که ناپاکه؟

ځواب:هغه وینه چې په غوښوکی وي هغه پاکه ده، اوهغه وینه چې دحلالیدوپرمهال له رګونوڅخه بهیږی هغه ناپاکه ده.
نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسورورر
عبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x