مينه

ژباړه : محمد اکرم همت

دمينی پيژندنه

خوندورکار او کړنی ته دزړه اونفس ميلان
دانسان او دکمال ترمنځ مخصوص جاذبيت

راغب اصفهاني :هغه کار او کړنی کولو لپاره اراده چې ته يي ښه ګڼی (مخصوصه اراده ده مطلقه نده )

د رازي په اند دمينی تعريف :

ميلان ،شهوت او رغبت ته ويل کیږي

حافظ قرطبي :

هغه ميلان چې دکمي پوره کولو په هڅه کې يي انسان غرض نيسي اوپه حاصلولو يي سکون او خوند اودکمال احساس کوي

هغه مشاعر چې انسان يي دژوند په اوږدو کې احساسوي هغه متنوع او مختلف دي او دغه مشاعر دمعينو اشخاصو ددريځونو ترڅنګ شتون لري

اوله دغوښکلو مشاعرو څخه يوه مينه هم ده چې په انسان کې يو ایجابي تغيير راولي چې له يوې نړۍ څخه يي بلی ته په ايجابي بڼه انتقالوي سوچ او فکر يي هم ايجابي کوي ،همداراز مينه دښځی اونارینه ترمنځ هغه عاطفي علاقه ده چې دټول ژوند لپاره په مينه قائم مختلف خلک يوځای کوي همداراز مينه هم دجذب او اعجاب يو حالت دی او ويل کيږي چې مينه يوه متبادله کيمياء هم ده چې په مټو يي دخلکو ترمنځ يوقسم تفاعل رامنځ ته کيږي ،مينه کې جسم د(اوکسیتوسين)هرمون نامی هرمون افرازوي چې دمينه ناکو او دمينی هرمون هم بلل کيږي اوداسی يوځای کيدل چې فوري وي

دمينی قسمونه :

هغه مينه چې دڅيزونو او انسانانو لخوا يي انسان احساسوي .

دالله سره مينه
دکورنۍ سره مينه
دملګروسره مينه
دميرمنوسره مينه
دخطبې مرحلی مينه
پرته له رسمي علاقی ددوه جنسينو ترمنځ مينه

دمينی درجې او نومونه

دمينی درجې او نومونه داحساس درجی په پرتله مختلف (ډير قوي ، قوي او همداراز عادي هم کيدای شي )

دمينی نومونه :

له پيژندل شويو او اومشهورو نومونو څخه يي :

هوی (دعشق شدت او لوبې ) : او له هغه شعور څخه عبارت دی چې يو شخص بل ته دومره ميلان ولري چې (صبوة) پکی شتون ولري يعنی لوبو او دعشق شدت پکی شتون ولري

شغف (دزړه کلکه مينه ):هغه مينه چې دزړه له داخل څخه يي سرچينه اخستی وي

وجد(ديوې ليدنی سره پرته له تکلفه چې زړه ته څه داخل شي هغه وجد ګڼل کيږي ) :

هغه دائمي فکر او خفګان ته ويل کيږي چې دمحبوب په فراق کې يي محب ترسره کوي

کلف: دخپل محبوب سره کلکه (قوي ) رابطه

عشق (تلازم او سريخ کيدل) :په افراطي بڼه دمحبوب سره مينه او همدغه سخت خفګان او سوځيدلو ته ويل کيږي

شوق (يوڅه ته لیواله کيدل ، هغه اواز چې دمينی او عاطفی څخه ډک وي ) : خپل محبوب ته ليوالتيا

وصب (مرض ،درد، دبدن کمزورتيا) :دمينی درد او په مرض يي مبتلا کيدل

استکانة (سرټيتونه) :دجوارحو او عواطفوسرټيټونه او تسليميدل

ود(مينه ) :صفا او خالص مينه ،او په مشاعرو کې دبل چا له مشارکته ډډه کول

غرام (داسی رابطه چې پرته له هغی بل مدرک نه وي ) :دائمي مينه

هیام (دعشق جنون ،سخته تنده ) :دعشق ليونتون او دا دمينی له لوړو مرتبو او منزلو څخه دی

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد مختار
میلمه
محمد مختار

اسلام علیکم همت صاحب.
دمینی دگ سلامونه می اومنه دیر په زره پوریمالومات ول
دیری خوند راکه دیره مننه دستاسو د مالوماتو نه.
او د نن تکی آسیا د گران مدیر صاحب نه هم دیره مننه کوم
په درناوی