يتيمه ستونزه- لیکنه: ابو خلیل قدوسی

muzahiraزمونږ په متمدنه نړۍ کي به چېرته هم داسي سیمه نه وي چي هلته یوه ستونزه نه وي او نه به داسي یو ښارګوټی وي چي هلته یوه لانجه نه وي او نه به داسي یو کور وي چي هلته کوم مشکل نه وي .

که تبلیغاتي وسایل ورځپاڼي او رسالې ګورو ، که د رادیو په څپو خبرونو ته غوږ کېږدو او که دتلوېزیون په شیشه خبرونه او د وقایعو راپورتاژ ګورو خو هریو يي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ستونزي او لانجې بیانوي .

مونږ چي کله هم په ورځني ژوندکي له یوچاسره مخامخ شوي یو هغه هرو مرو له یوه مشکل څخه خواله راته کړي اوسرټکوي ،کله خو مونږ له داسي یوچا سره مخامخ کېږو چي که دهغه اجتماعي حیثیت ، اقتصادي وضعیت او دظاهري څېرې ښکلاته ګورو داسي فکر کوو چي هغه به هېڅ ستونزه نلري خو کله چي زیات ورته نزدې شو او ويي پلټو له داسي ستونزو سره به مخامخ وي چي پخپل حالت به شکر وباسو .

که هېوادونه دي ،که ولسونه او که افراد دي هرڅوک دهغو ستونزو دحل لپاره لاري چاري لټوي کوم چي ورسره لاس او ګرېوان دي .
که په کوم هېواد دیکتاتوري نظام حاکم وي ولس يي دیوه انقلاب تلاش کوي چي همدغه نظام ړنګ کړي او په ځای يي یو داسي دخپلي خوښي نظام راولي چي ولس پکي ډاډمن وي ، واکمن يي عادل او د ولس په درد خبروي ، دملت غوښتني پوره کړي ، ولسونه پکي دآزادي ساه واخلي ، اجتماعي عدالت پکي حاکم وي او هرڅوک د امن په سیوري کي ژوند وکړي .
که په یوه سیمه کي وچکالي وي ، یا دبرېښنا ستونزه وي ، یا دغلې دانې کمښت وي ، یا لوږه وي وینو چي عام ولس يي لارو کوڅو ته را دانګي ، اعتصابونه او مظاهرې کوي ترڅو له دې لاري څخه خپل آواز د واکمنانو غوږونو ته ورسوي اوله همدې لاري څخه خپله ستونزه هواره کړي .
په همدې شکل که په کور او کلي کي کومه ستونزه وي مشران يي تل دمعالجې هڅي کوي او کوشش کوي ژر تر ژره يي په معقول شکل پایته ورسوي .
خو که په دقیق نظر ورته ځېر شو دټولو ستونځو بنیادي عامل په حقیقت کي أخلاقي انحراف او له الهي قوانینو څخه دانسان سرغړونه وي لکه چي الله تعالی فرمايي :
وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ (30) الشوری
او کومه ستونزه او یا مصېبت چي تاسوته رسېږي لامل يي ستاسي په لاسونو سرته رسول شوي اعمال دي پداسي حال کي چي الله تعالی ستاسي له زیاتو ګناهونو څخه درګذر کوي .
او دا هغه ستونزه ده چي له بده مرغه  چاورته داسي پاملرنه نده کړي لکه څرنګه چي يي نورو ستونزو ته کوي اوکله هم څوک نه دي ورته ځېر شوي او نه يي چا په جدي او اجتماعي شکل د هواري لپاره مټي ورنغښتي دي ، چېر ته به چا څوک نه وي لیدلي چي داخلاقي ستونزو د حل لپاره يي مظاهره اېستلي وي او یايي د لوږي په اعتصاب لاس پوري کړی وي او یايي د هغه لپاره دانقلاب غوښتنه او یا هڅي کړي وي پداسي حال کي چي أخلاقي انحراف تر ټولو لویه ستونزه څه بلکه دستونزو مور ده خو له دې هرڅه باوجود داستونزه همداسي یتیمه پاته ده  .
هو!   کومي ستونزي چي ولسونه ورته زیات ارزښت ورکوي ډېري دي او بېلابېل ډولونه لري خو هغه یوازینۍ ستونزه چي دپاملرني ونډه يي نشته هغه داخلاقو ستونزه ده ، داخلاقو ستونزي ته ځکه دستونزو مور وایو چي اخلاق د ولسونو د پرمختګ او زوال سرلیکونه ټاکي او هره ستونزه که په هره سطحه وي له دې ستونزي سره تړاو لري ، که واکمن اخلاقي بنسټونه اوعدل په پام کي ونه نیسي ولسونه يي هرومروله لوږي سره مخامخ کېږي .
یوسف علیه السلام به یوه ورځ روژه نیوله او بله ورځ به يي نه نیوله چاورته وویل : اې د الله تعالی پیغامبره!   تاسو د دې دومره زمکني محصولاتو اوشتمنیو سره سره چي ستاسو په واک کي دي او خزانې ورباندي ډکي دي ولي دومره زیاتي روژې نیسۍ ؟
هغه په ځواب کي خپله مشهوره خبره ورته وکړه :   
أخشى أن أشبع فأنسى الجائع .
پدې وېرېږم چي زما خېټه به ډکه شي او وږی انسان به مي هېرشي دا معنا چي دروژې په وسیله خپل ځان وږی ساتم ترڅو د وږیو انسانانو احساس راسره ژوندی پاته شي .
عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه سره له دې چي هرڅه يي په واک کي وو دخلافت په دوران کي يي د زهد هغه مقام  خپل کړی ووچي خپل ځان به يي غالباًوږی ساتلو ترڅو دخپل رعیت په لوږه کي ورسره شریک وي ، د هغه په خېټه کي چي به کله ګوړا ( غږ) وه هغه به خپلي خېټي ته داسي فرمایل :
قرقري أو لا تقرقري, لن تذوقي اللحم حتى يشبع أطفال المسلمين
اې زما خېټې! که ګوړېږې او که نه ګوړېږې خو دغوښي خوند به تر هغه وخته پوري ونه څکې ترڅو چي دمسلمانانو واړه ماشومان په خېټو نه وي ماړه شوي .
ځکه خو يي یو شاعر په وصف کي وايي :
إن جاع في شدة قوم شركتهم                 في الجوع أو تنجلى عنهم غواشيها
جوع الخليفة والدنيا بقبضته                        في الزهد منزلة فسبحان موليها
فمن يباري أبا حفص وسيرته                       أو من يحاول للفاروق تشبيها
يوم اشتهت زوجه الحلوى فقال لها               من أين لى ثمن الحلوى فأشريها؟
ما زاد عن قُوْتنا فالمسلمون به                      أولى فقومي لبيت المال ردِّيها
كذاك أخلاقه كانت وما عُهدت                        بعد النبوة أخلاق تحاكيها
كه دتنګي له وجهي ولس له لوږي سره مخ شي نوته خو یا په لوږه ځان ورګډوې او یا دتنګي پېڅول ورڅخه لېري کوې ، دداسي یوه واکمن لوږه چي هرڅه يي په واک کي وي د زهد یو وچت مقام دی ، پاکي هغه ذات لره ده چاچي همداسي یو چاته دواک واګي سپارلي دي ، له اباحفص (عمر) سره څوک دهغه په خویونو کي مقابله کولای شي او له هغه سره څوک ځان ورته کولای شي ، دی خو هغه څوک دی چي کله يي مېرمن ورڅخه دحلوا غوښتنه کوي دی په ځواب کي ورته وايي زه خو دحلوا د اخېستلو لپاره پیسې نلرم ، کوم خواړه چي زمونږ له ضرورت څخه اضافه دي د هغه مسلمانان حقدار دي ورشه بیت المال ته يي وسپاره ، داد عمر (رض) اخلاق وو خو دنبوت له زمانې را وروسته دهغه  اخلاقو ته ورته نقل بیا چا خپل نکړ .
پدې خو مونږ ټول پوهېږو چي ولسونه راپارېږي او دډوډۍ موندلولپاره د مبارزې ډګر ته وردانګي خو پدې نه پوهېږو چي کله يي دین او اخلاق له ګواښونو سره مخ شي ولي نه راپارېږي ، که دهغوی په اخلاقو تجاوز او تېری کېږي هغوی ولي لارو او کوڅو ته د احتجاج په بڼه کي نه راوزي ؟
آیا خوراک اوڅښاک هغوی ته دهغوی تر دین او اخلاقو زیات ارزښت لري ؟
دخوراکي موادو دکمښت او داوړو او غنمو په ستونزه خو کم او لوی نارینه او ښځېنه بېله استثناء ټول خبروي ، خو په اخلاقي ستونزه هېڅوک ځانونه نه خبروي .
زمونږ په ټولنه کي به ډېر لږ کسان دې ستونزي ته متوجه شوي وي  او په کم شمېر داعیونو ، مصلحینو، پوهانو او لیکوالانو  به په دې اړه څه ویلي او یا لیکلي وي .
که په محلي سطحه دخپلو ټولنو حال له نژدې څخه تر څېړني لاندي ونیسو نو وبه ګورو چي دزیات ترو بد مرغیو عوامل مونږ پخپل لاس برابروو لکه چي عام وګړي وايي : خپل عملونه مو راباندي مسلط دي .
داچي مونږ له یوې ستونزي خلاصېږو او په بله اخته کېږو، دیوه امتحان مو پیل او دبل پای وي علت يي زمونږ خپل کړه وړه دي چي پخپل مېنځي راشه درشه او ورځني تعامل کي که په هره سطحه وي اسلامي معیارونه مو له پام څخه غورزولي وي او هېڅ عملي ارزښت نه ورته ورکوو .
مونږ مسلمانان پخپل مېنځ کي هریو تل دتنقید ګوته مقابل لوري ته نیسو کېدای شي کله ناکله موتر یوې اندازې پوري تنقید پرځای هم وي خو آیا د ځان په هکله مو کله هم دا سوچ کړی دی چي د همدغه مسلمان ورور په اړوند زمونږ سلوک ، تګلاره او درېځ په اسلامي معیارونو برابر دی؟
که  مو سلوک په اسلامي موازینو برابر نه وي آیا پخپل سلوک کي مو دنوښت او تغیر هڅه کړي ده؟ نه هېڅکله نه ؟
زمونږ د بدبختیو لوی لامل یا خو په اسلامي اخلاقو زمونږ نا خبري ده او یا دپوهني باوجود زمونږ  سرټمبګي ده چي یو مسلمان بل مسلمان نشي منلای ، دهغه موجودیت ورته دزغملو وړ نه وي ، د هغه په مثبتو جوانبو سترګي پټوي، او د مچانو غوندي چي دتل دپرهارونو په تلاش کي لګیا وي د هغوی منفي اړخونه پلټي ، پداسي حال کي چي الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سره له هغه لوړ مقامه چي هغه ورباندي فایز دی فرمايي :
وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ (88) الحجر
او مسلمانانو ته خپل وزر ټېټ کړه .
که مونږ دخپلو ځانونو داصلاح هڅي نه کوو او یا له دې ټولو نواقصو سره سره خپل ځانونه راته معصومي فرشتې ښکارېږي نو بیا ولي دموعودالهي نصرت انتظار باسو او دا امید مو هسي بې مورده تمنا ده ځکه چي الله تعالی فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ (۱۱) الرعد
الله تعالى دیوه قوم حالت تر هغه وخته پوري نه بدلوي ترڅو هغه قوم خپل کړه وړه بدل نکړي .
دا ډول اخلاقي نېمګړتیاوي او یا له دیني معاییرو څخه لېري والی که دټولني په عادي افرادو کي ولیدل شي هغوی به دناخبري په وجه معذور وګڼو خو زمونږ ګېله له هغه چاڅخه ده چي هغه ځان یوه علمي او یادیني مقام ته منسوب کوي خو بیايي هم په ورځني ژوند کي دټولني له افرادو سره په تعامل کي نبوي اخلاق ، تواضع او ترځان په بل لورونه او خودګذري نه لیدله کېږي  .
آیا مونږ پدې مکلف نه یو چي اسلامي لارښووني پخپل ورځني ، انفرادي او اجتماعي ژوند کي عملي کړو؟ که مکلف یو بیا ولي سمدلاسه دخپلو ځانونو په اصلاح پیل نه کوو، خپل سلوک ته تغیر نه ورکوو، او دنورو مسلمانو وروڼو په وړاندي پخپل درېځ کي مثبت نوښت نه راولو ؟
آیا مونږ پدې نه پوهېږو چي زمونږ دا ډول کړه وړه په الهي موعود نصرت کي ځنډ راولي او زمونږ دا ډول أخلاقي نېمګړتیاوي زمونږ له دښمنانو سره د هغوی داهدافو په پلي کولو کي مرسته کوي ، مونږ خو له یوې خوا ددښمن راپرزولو ته مټي رانغښتي دي خو په لاشعوري توګه مو په اخلاقي ډګر کي دهغه دغښتلي کولو مرسته کړي ده .
ښه به داوي چي مخکي له دې څخه چي نور روغي لاري ته راوبولوراځۍ  په دقت سره دنبوي سېرت مطالعه پیل کړو او خپل کړه وړه ورسره مقایسه کړو وبه ګورو چي زمونږ او اسلامي لارښوونو تر مېنځ څومره فاصله ده، او ترهغه وخته پوري چي دافاصلي لېري نکړو دستونزو په همدغه تاوېدونکي مېچن کي به نه یوازي مونږ ژرنده کېږو بلکه مسلمان ولس او اسلامي امت به هم راسره په همدغو بدمرغیو دتل لپاره اخته وي  .

لیکنه: ابو خلیل قدوسی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.