نظــر

د سولې او جګړې کلید زموږ په لاس کې دی

څه باندې دولس کاله کېږي چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه خلک انتظار باسي او دولتي چارواکیو هم هر یو په خپل نوبت د سولې له پروسې څخه خپلې سوداګرۍ مخته وړي.

او دغه پروسه میراثي شوې ده چې له پلار څخه زوی ته په میراث پاتې کېږي او په همدې ډول د یو قوم او ټبر په لاس کې دی خو معلومه نه ده چې د دومره لګښتونه سره سره  بیا هم دغه ملي پروسه کوم مثبت پایله به ولري او که نه!

په داسې حال کې چې نا امنۍ خپله آخرې درجې ته رسیدلی وو بیا هم د افغانستان مسلمان او باتور ولس د ورې د شپارلسمې په ټاکڼو کې برخه واخیسته، خپلې رایه وکاروله او په دغه ملي پروسه کې د ګډون سره نوی او عصري ډیموکراسې یې تجربه کړل او په همدې ډول دغه پروسه ته مشروعیت ور وبښل.

خو لکه څنګه چې معلومېږي د ټاکڼو په لومړی پړاو کې هیڅ یو نوماند هم په دې بریالی نشو چې د رایو اکثریت تر لاسه کړي او داسې معلومېږي چې ټاکڼې دویم پړاو ته ځي.

د ټاکڼې په لومړی پراو کې افغانانو پرته له دې چې د یو نوماند په هکله کوم معلومات ولري ځینې یې د سلیقي له مخه نومادانو ته خپلې رایې وکارولي ځینې یې د پیسو په خاطر، ځینې یې د تشو وعدو او ځینې یې د څیرې له مخه خپل د خوښې نوماند پیدا کړه او د هغه په ګټه خپل رایه وکاروله.

خو د ټاکڼې دویم پړاو ډیر حساس او پایله یې  زموږ په خصوصي ژوند کې ډیر اغیزناکه ده، د ټاکڼې په دویم پړاو کې موږ دوې لارې لرو چې یو یې د سولې، پرمختګ، ملي پخلاینه او رغاونې لاره او بل یې د جګره او ماضي ته د ستنیدو لاره ده.

د ټاکڼې په دویم پړاو کې موږ باید له دوو مخکښو نوماندان ( ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمد زی) څخه یو یې د خپلې راتلونکي زعیم په توګه وټاکو.

که ډاکتر عبدالله عبدالله ته رایه ورکړو:

ډاکتر عبدالله عبدالله د شمالي ټلوالې له مشهورو غړو څخه دی هغه ټلواله چې د بهرنیو ګړیو پر مټ د  ډاکتر نجیب الله  د دولت د رڼکولو وروسته واک ترلاسه کړه  او د هېواد په ګوټ ګوټ په ځانګړی توګه په کابل کې په چور او چپاول لاس پورې کړه او د هېوادوالو پر وړاندې هر ډول غیر اسلامي او غیر انساني کړنه روا وبلله د خلکو کورونه وران، خویندي او مېندي یې بی غزته کړه او د سل هاوو بې ګناه خلکو قتل عام وکړه.

او اوس هم هماغه جګره مارو او غاصبو کړیو د نوموړی په ټیم کې ځای لري او د غواړي چې یو وار بیا دولتي واک تر لاسه کړي او ۱۳۷۱ کال نندارتون جوړه کړي.

سوله چې زموږ له اساسي موخه څخه شمېرل کېږي دی ورڅخه سترګي پټوی او په خپلې ټاکنیزو کمپاینونو کې هم هیڅ وخت د سولې خبره نه دی کړی ځکه چې دی په ښه پوه دی چې طالب وسلوالو هیڅ وخت د ده سره په خبره نه کښیني او دی هم دې ته چمتو نه دی چې له طالبانو سره سوله وکړي د ده یواځینې موخه د پښتون قوم له منځه وړل دی ځکه چې دی د خپلې هغو استادانو لاره مخته وړي کوم چې د پښتنو اصلي دښمنان وو.

او که ډاکتر اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړو:

ډاکتر اشرف غني احمد زی چې د نړی دویم متفکر ګڼل کېږي د افغانستان د ثبات او بیا رغاونې له پاره ډیر کټور او ملي برنامې لري او له بلې خوا یو عالم، ښه استاد، د ښو افکارو خاوند، زړه سوانده، ښه مدیر او دې ملت په دردونو پوه سړی دی او تر ټول ښه صفت یې دا دی چې د نوموړی لاسونه د بی ګناهو خلک په وینو ککړ نه دي.

که د ډاکتر اشرف غني احمد زی ماضي ته لږ نظر وکړو نو دا به جوته شي چې نوموړی په هیڅ ډول ملي خیانت تورن نه دی او تل هڅه یې د ملت آرامتیا، هوساینه، د جګړه مارو سره مبارزه او د افغانستان د ټولو قومونو له پاره د سوله ییز ژوند د چاپیریال برابرول وو.

ډاکتر اشرف غني احمد زی د سوداګرۍ په برخه کې لوړې زده کړې لري او د افغانستان د راتلونکي له پاره کټور اقتصادي پلانونه لري چې له یوې خوا زموږ اقتصاد ته وده ورکوي او له بلې خوا د دغو ګټورو پلانونو د پلې کیدو سره په پراخه کچه ځوانانو ته د کار زمینه برابروي.

د افغانانو ترمینځ سوله د ډاکتر غني له اساسي موخو ده چې د واکمنۍ په صورت کې به د سولې له پاره هر اړخیزه هڅي پیل شي او زموږ د څو لسیزو آرمان به پوره شي ځکه  چې نوموړی د افغانستان د ټولو قومونو ترمینځ سیاسي او ټولنیز ځای لري او هر افغان ورته د یو ستر شخصیت په سترګه ګوري.

نو زه پوره باور لرم چې زموږ هېوادوال به یو ځل بیا په ټاکڼو کې ګډون کوي او هغه چاته رایه ورکوي چې د ملت له پاره کټور پلانونه لري او د شر او فساد کړیو پر وړاندې جدې مبارز وي، او نه پرېږدي چې د پردیو مزدور کړیو بیا واک ورسېږي او زموږ د ژوند او ملي آرمانونو سره لوبه وکړي، په فارسي کې یو متل دی چې وایي ( آزموده را آزمودن خطاست) نو هغه کسانو چې په تیرو څو لیسزو کې پاتې راغلي نور د آزموینې وړ نه دي.

لیکوال: بریالی نصرت

———————–

د لیکوال نظر دی، د نن ټکی آسیا توافق ورسره ضرور نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x