نظــر

د طالبانو پر ضد د ټرمپ او غني ناکامې هڅې

سید شریف

ډونالډټرمپ واک ته له رسیدو وروسته دافغانستان لپاره دستراتیژۍ په جوړلو بوخت شو، دټرمپ ادارې، دګانګریس غړو او دپنټاګون جنرالانو تر ډیرو چنو او بحثونو اته میاشتي وروسته دافغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه. دټرمپ دستراتیژۍ له مخي ویل شوي امریکا به افغانستان ته نور پوځیان رالیږي، په هوایي بریدونو کې به زیاتوالی راولي،شپنۍ چاپې به ډیروي، ډرون حملې به اضافه کوي،طالب مشران به په نښه کوي، دطالبانو تر واک لاندي سیمې به بیرته نیسي، پر پاکستان به فشار اچوي چې طالبان په زور سولې ته حاضر کړي او یاپه دغه هیواد کې دطالبانو پټنځایونه له منځه یوسي او….. د ټرمپ دستراتیژۍ پورته ذکر شوو جزئیاتوته په پام سره ویلای شو چې دټرمپ ستراتیژي یوه جګړه ییزه تګلاره ده، د سوله ییز حل لاره پکې نشته او ټول اړخونه یې پر جګړې او زور راڅرخي.

دټرمپ ستراتیژي د ګډ حکومت مشرانو په ډیر ویاړ او خوښۍ سره تائید کړه او د ژر تر ژره پلي کیدو غوښتنې یې تکرار کړې،د ټرمپ دستراتیژۍ له اعلان سره دافغانستان په بیلابیلو سیمو او سمتونو کې بمبارۍ، چاپې، ډرن حملې او دلویو وسلو کارول زیات شول چې له امله یې افغان ولس ته دسر اومال پراخ زیانونه واوښتل.امریکا یي مطبوعاتو دټرمپ دادارې له قوله خبر ورکړ چې امریکایي ځواکونو افغانستان کې یوازي دتېر کال په سپټمبر کې ۷۵۱ بریدونه کړي. تېره اونۍ واشنګټن پوسټ ولیکل چې امریکایي قواوو دټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان څخه وروسته ( له اکست څخه تر ډسمبر پوري) ۲۰۰۰ حملې پر طالبانو کړي،ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ایا همدومره ډيرې حملې به دطالبانو دفعالیت مخه ډب کړي؟.

تر دې دمه خو دامریکایانو او ګډ حکومت پراخو عملیاتو او بریدونو دجګړې په ‌ډ ګر کې ددوی په ګټه کوم بدلون نه دی راوستلی، طالبان اوس هم پر هماغو سیمو کنټرول لري چې مخکي پرې حاکم وو،آن دیوې ولسوالۍ څخه هم نه دي پر شاه شوي،د پخوا په شان یې خپل تهاجمي او چریکي بریدونه جاري ساتلې دي،همدااوس چې د ټرمپ دستراتیژۍ دپلي کیدو اوج دی، یعني دامریکایي ځواکونو له خوا بې ساري بریدونه روان دي او وروسره د ژمي سوړ موسم هم ملګری دی،خو طالبانو نه یوازي داچې خپل سنګرونه کلک ساتلې دي،بلکي تعروضي بریدونه یې هم جاري ساتلې دي، چې په پایله کې یې دحاکمیت ساحه لا پراخه شوې ده.

دطالبانو سیاسي حیثیت کمرنګه کول:

تېره اونۍ په بهرنیو او کورنیو رسنیو کې ډنډوره شوه چې ترکیه کې طالبان او افغان حکومت دحکمتیار په منځګړیتوب دسولي په خبرو بوخت دي، طالبانو دې غونډه کې خپل موجودیت رد کړ او دا ناسته یې یوه جعلي او استخباراتي لوبه وبلله،دطالبانو ددې اعلان سره چې دترکیې په غونډه کې یې استازي نشته،شکونه زیات شول چې حکومت له چا سره د سولي خبرې کوي؟،په سوله چې دټولو افغانانو ستر ارمان او اشد ضرورت دی پسخند وهل کیږي؟،دمجهول الهویته خلګو سره پرې معامله کیږي؟،وروسته معلومه شوه چې رښتیا هم دترکیې غونډه دسولي دمسخره کولو په موخه دایره شوې وه،دطالبانو په نوم څو دتورو او سپینو پګړیو والا ناپیژندل شوي کسان پکې راټول شوي وو او دطالبانو داستازو په نوم معرفي شوي وو،دعبدالروف په نوم یوکس چې په څېره کې یې دسالم عقل نښه نه ښکاريده، له طوع سره خبرو کې ځان دطالبانو نماینده وباله، خو ترپایه ونه توانیده چې د ژورنالیست دپوښتنې موافق ځواب ووایې او یاخپل دریځ او ددې غونډې موخې روښانه کړي،دترکیې غونډه سیاسي څیړونکو او خواله رسنیو کې عامو هیوادوالو لاډیره مسخره کړه، دسولي له نامه سره چې دحکومت له ملنډو پرده پورته شوه،وروسته حکومت هم مجبورااعلان وکړ چې دترکیې په غونډه کې ددوی استازي نه وو.

دترکیې له نمایشي او فرمایشي ناستې دیرغلګرو او ګډ حکومت موخه داوه چې دطالبانو سیاسي وجاهت له منځه یوسي،دقطر دفتر موجودیت او فعالیت تر سوال لاندي راولي،دطالبانو واحدخوځښت دبیلابیلو ډلو په توګه مطرح کړي او بیا دخلګو دخطا ایستلو لپاره ووایې چې دطالبانو له کومي ډلې سره خبرې وکړو.خو برعکس دترکیې غونډې ثابته کړه چې دحکومت دسولي شعار، دسولي شوری او دغني دسولي نارې دخلګو دتېر ایستلو هڅې او پروژې دي.

یرغلګر او دکابل حکومت دواقعي سولي اراده نه لري،دوی ددې پر ځای چې دطالبانو دقطر دفتر سره اړیکې ونیسي چې دطالبانو واقعي استازیتوب کوي، پاکستان پوري سریښ دي او یا دسولي له دوکاندارانو سره په راکړه ورکړه بوخت دي،نو په زغرده ویلای شو چې دغني دادارې همدا لاره او تګلاره مقصود منزل ته درسیدو پرځای ترکستان ته تللې ده.

دطالبانو پر ضد رواني اوتبلیغاتي جنګ :

دترمپ دستراتیژۍ له اعلان سره دطالبانو پر ضد تبلیغاتي هڅې هم ډیري شوي،ملي امنیت او دفاع وزارت په مختلفو ولایتونو کې داسي پاڼې خپرې کړې چې دطالبانو دکوم والي او مشر په نوم به لیکل شوي وې،دطالبانو مشرتابه ته به یې ګواښ کړی و، چې که دااو یاهغه شرط یې ونه منل شي، خپله لار به بیله کړي،خو همداپاڼې به داسي لیکل شوي وي چې په جعل به یې هر څوک پوهیده.

دغني حکومت ډيري هڅې وکړې چې دطالبانو هیواد شموله مبارزه تر یو قوم او مذهب پوري محدوده کړي او دطالبانو پر ضد دهزاره قوم او شیعه مذهب حساسیت را وپاروي،حکومت د داعش هغه بریدونه چې دشیعه ګانو په تجمعاتو او عبادتګاوو تر سره شول او په سلګونو ملکیان ،ښځې اوماشومان پکې تلف شول، پر طالبانو تاوان کړل.

دغني اداره دطالب مشرتابه په اړه هم وخت ناوخت ضد ونقیض څرګندونې کوي،کله وایې فلان هیواد ته یې سفر کړی، کله بیا وایې په کوم ملک کې یې د سیاسي فنا غوښتنه کړې او په ځانګړې توګه تور لګوي چې طالب مشرتابه پاکستان کې دی.په پاکستان کې دطالب مشرتابه شتون نه یوازي داچې طالبانو رد کړی،بلکي جنوب کې ځواکمن او امریکایانو ته تر ټولو وفادار جنرال رازق په ډاګه اعلان کړه، چې طالب مشرتابه هلمند کې مستقر دی، د۱۴ ولایتونو والیان او نور مسولین یې را یو ځای کړي وو او دخپل فعالیت دمنسجم کولو په موخه یې لازمې سپارښتنې سره شریکې کړې دي. د جنرال رازق له دې اعلان څخه وروسته دفراه دولایتي شوری غړو هم وویل چې دطالبانو مشر هبة الله اخند زاده فراه ته راغلی او خپلو قوماندانانو ته یې هدایات ورکړي دي. لږه موده وړاندي کابل کې دملي محاذ رهبر سید حامد ګیلاني وویل چې دطالبانو مشران په هیواد کې موجود دي، حکومت باید له دې فرصت څخه دسولي لپاره اعظمي استفاده وکړي او تر بل هر وخت اوس د سولي لپاره زمینه مساعده ده.حکومت نه یوازي داچې دسولي لپاره کوم اقدام ونه کړ،بلکي دحامد ګیلاني خبرې یې وغندلې او پر دې سربیره یې دترکیې په غونډه کې په سوله ملنډې هم ووهلې.

دطالبانو پر ضد دټرمپ اوغني پوځي، سیاسي او تبلیغاتي هڅې یو په بل پسې ناکامې شوې او په ډیرو مواردو کې خو یې معکوسه نتیجه ورکړ ې ده.

دبېلګې په توګه دتېر ۲۰۱۷ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې یرغلګرو پر طالبانو ۲۰۰۰ حملې تر سره کړي دي، خو له طالبانو یې حتی یوه ولسوالي هم نه ده نیولې او طالبانو ډیري سیمي فتحه کړي دي.

د طالبانو په منځ کې یې د بیلتون او اختلاف راوستلو ډیري مڼدې وکړې، زیات ډالر یې مصرف کړل،مګر دطالبانو وحدت تر پخوا لا هم ټینګ شوی، له بدخشانه ترهراته او له ننګرهاره تر کندهاره ټول طالبان د یوه بیرغ او یوه رهبر په قیادت کې مبارزه کوي.

داسي ښکاري چې طالب مشرتابه د لا ډیري حوصلې او استقامت توان لري، دټرمپ او غني غورځې پرځې به یې متزلزل نه کړي،لکه تراوسه یې چې په خوار سختو زماني اومکاني شرایطو کې په اسلامي ارزښتونو او دهیواد په لویو ګټو سودا نه ده کړي، راتلونکي کې به هم سختۍ ګالي، استقامت به کوي او خپله سپېڅلې مبارزه به له خیانته پاکه جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سید شریف صاحب مننه ، څرنګه چه دی نوم شریف دی لیکنی دی هم د شرافت تمثیل کوی . تاسی د طالبانو په اړه زیات څه نه دی لیکلی صرف حقایق مو لیکلی او په فاحشه خانه کی زیږول شوی او لوی شوی ډرمپ د چرشو او شرابو لاپی مو په نښه کړی او په ډاګه کړی . د طالبانو پیاوړتیا د طالبانو د مټو پیاوړتیا به هم وی شک نښته ځکه د لوی کړنو د پاره لوړ د طالبانو په شان لوړ ځلګ ټاکل کیږی مګر د طالبانو د پیاوړتیا زیاته او یا ټوله برخه دالله ج نصرت دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x