افغانستان

فرانس پريس: پر کانټیننټل بريد د ناټو او افغان ځواکونو د ګډ کنفرانس پر مهال شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په کابل ښار کې پر نړيوال کانټيننټل هوټل ډله ‌ییز بريد کې تر اوسه د اوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

فرانس پريس خبري اژانس وايي، چې بريد پر هغه کنفرانس شوی، چې له ناټو ځواکونو دولتي عسکرو ته د مسؤوليت د لېږد په موخه جوړ شوی وو.

ناټو وايي، چې پوځي چورلکې د عملياتو لپاره د پېښې ځای ته رسېدلي دي

د کابل پوليس وايي، چې لومړي بريدګر د هوټل په دروازې کې سرتېری بريد کړی او نور هوټل ته په ننوتو توانېدلي.

.د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش ويلي، چې په دغې پېښې کې تر اوسه اووه کسان وژل شوي  او اته نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x