واټساپ نوی سوداګریز اپلکیشن وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): واټساپ یو نوی اپلیکیشن د سوداګریز کاروونکو او پانګوالو لپاره وړاندې کړی چې موخه یې ددوی لپاره د اړیکو نیولو اسانتیاوې برابرول دي.

دغې نوي اپلیکیشن ته واټساپ د «واټساپ سوداګریز» نوم ورکړی دی، چې په وسیله به یې تجارتي کسان کولای شي خپل د کاروبار خدمتونه په اسانۍ سره ترسره کړي.

ددې اپلیکیشن په واسطه کاروونکي کولای شي د سوداګرۍ خاص پروفایل ولري چې د چټک ځواب، بریښنا لیک پته، د سوداګرۍ اړوند تشریحات، او چې دده لخوا څومره پیغامونه لیږدول شوي او کتل شوي دي، معلومات ترلاسه کوي.

سربېره پر دې ددې کاروونکي به کولای شي چاته د واټساپ آی ډي ورکولو پر وخت هغه نمبر ورکړي کوم یې چې له واټساپ سره صفت وي، دا د هغو چا لپاره دی چې څوک نه غواړي خپل شخصي نمبر بل چاته ښکاره کړي.

واټساپ وایي: د عادي واټساپ او واټساپ سوداګریز ترمنځ توپیر دادی چې عادي واټساپ کې د بل ملګري اکاونټ ته د تلو پر وخت د هغه نمبر معلومیدلی شي خو په سوداګریز واټساپ کې نشي کولای د هغه نمبر معلوم کړي بلکې د هغې پر ځای به هغه ته د اکاونټ تصدیق کوډ ورښودل کیږي.

ددې اپلیکیشن کاروونکي به کولای شي په یو سمارټ فون کې د عام واټساپ ترڅنګ دغه واټساپ هم استعمال کړي چې غواړي نمبر یې له نورو څخه پټ وي.

واټساپ سوداګریز تر دې دمه په اندونیزیا، ایټالیا، مکسیکو، برتانیه او امریکا کې خدمتونه وړاندې کوي چې په لنډ وخت کې به یې خدمتونه په عام ډول په ټولو هېوادونو کې وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې دغه واټساپ تر دې مهاله د انډرایډ سیستم کاروونکو لپاره وړیا اعلان شوی خو د IOS سیستم کاروونکو په اړه تر دې دمه کوم خبر نه دی راغلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حضرت یونس
میلمه
حضرت یونس

داسوداگریزواتساپ سنگه پیداکم اوچیرته