نړۍ

هند: د پارلماني ټاکنو وروستۍ پړاو پای ته ورسېد

نن ټکی آسیا: هند کې له تېرو شپږو اونیو راهیسې روانې پارلماني ټاکنې نن پای ته ورسېدې. ددغو ټاکنو په ۹ بېلابېلو پړاوونو کې د ۵۴۳ څوکیو لپاره رایې واچول شوې.

د هند د ټاکنو کمیسون له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د تقریبا ۶۶ سلنه خلکو خپلې رایې استعمال کړي، ددوی په وینا دا ددغه هېواد د ټاکنو تاریخ کې نوی ریکارډ دی.

د ټاکنو کمېسون وايي چې سبا سې شنبه به د ټولو رایو اچوونکو شمېر اعلان شي.

د دوشنبې په ورځ په نهم او وروستي پړاو کې په درې ایالتونو کې د ۴۱ څوکیو لپاره رایې واچول شوې، په دغو کې د اتراپردیش ۱۸، لویدیځ بنګال ۱۷ او د بهار ایالت ۶ څوکۍ شاملې وې.

د هندي رسنیو د راپورونو په اساس د اتراپردیش ایالت تر ټولو سخت مسابقه ددوه ګوندونو د مشرانو تر منځ وه، په دغو کې یوه هم د جنتا ګوند مشر نریندر مودي او د عام خلکو ګوند مشر اروند کیجریوال ترمنځ وه.

اروند کیجریوال تېر کال په نوې ډیلي کې په ولایتي ټاکنو کې ددغه ایالت اعلی وزیرې ته چیلنج ورکړی و چې له دې به څوکۍ ګټي او بیا یې دغه څوکۍ په واضح اکثریت سره وګټله. تر دې وروسته اروند کیجریوال د جنتا ګوند مشر نریندر مودي ته چلینج ورکړ چې مقابله به ورسره کوي.

په هند کې د ۷ اپریل راهیسې ټاکنې پیل شوي، په دغو ټاکنو کې تقریبا۰ ۸۰ میلیونو کسانو د رايې د ورکولو حق درلوده. اوس داسې اټکل کیږي چې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه کسانو رایې اچولي.

د رايو شمارل په ۱۶ مۍ سهار مهال پیلیږي او دا امکان شته چې تر ماسپښین پورې به مالومه شي چې کوم ګوند یې ګټي.

ټاکل شوې ده چې په ۱۶ مۍ به د زیات شمېر ایالتونو پایلې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x