افغانستان

کندز: د عملياتو له کبله دوه زره کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (یک شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): له تېرو څو ورځو راهيسې د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د دولت له لوري عمليات پيل شوي، چې له امله یې دوه زره کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

د مسير ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، بې ځايه شوې کورنۍ چې ډیری يې د کندز مرکز ته کډه شوي په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي.

د کډوالو په وينا، په دغو بې ځايه شويو کې ډیری کورنۍ سرپرستان نه لري او تر دې دمه ورسره هيڅ مرسته هم نه ده شوې.

په عين حال کې د کندز استازي او د دغې ولايت د کډوالو چارو رئيس هم مني، چې له دوو زرو د زیاتو کورنيو د بې ځايه کېدو راپورونه ورکول شوي او هره ورځ د جګړو او پيل شويو عملیاتو له کبله نورې کورنۍ هم کډې کولو ته اړ کېږي، چې تر دې دمه ورسره هيڅ مرستې نه دي شوي.

يو تن کډوال چې د جګړې له ويرې يې خپلې مينې پريښي وويل: د دولت او طالبانو تر منځ په نښتو کې يې کورونه ويجاړ شوي، ځمکې او حاصلات يې له منځه تللي او د کور ټول سامان يې ترې پاتې شوی دی.

له بلې خوا سيمه ييز امنيتي مسئولين او د دفاع وزارت وايي، چې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال يې په چهاردرې ولسوالۍ کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت په يوه بيان کې ويلي، چې له طالبانو يې ځينې کلي او يوه اندازه وسلې هم نيولي دي.

خو طالبانو د چارواکو دغه ادعا رد کړې او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي: ” د جګړې په جریان کې لله الحمد مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی” عملياتي قوې په ځينو سيمو بريدونه وکړل خو زیاتوي چې د طالبانو له کلک مقاومت سره مخ شول او تر اوسه يې هيڅ ډول پرمختګ نه دی کړی.

د چارواکو په وينا، دغه عمليات د بهرنيو هوايي او ځمکنيو ځواکونو په ملاتړ پيل شوي چې لا هم دوام لري.

طالبان وايي، د نښتو په ترڅ کې بهرنيو او افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر دې دمه يې کره شمير نه دی په ډاګه شوی.

ځايي اوسېدونکي وايي، د عملياتو پر مهال سيمې ته امبولانس چورلکې ورغلي، ټپيان او وژل شوي عسکر يې لېږدولي زياتوي چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x