په رحمان بابا د نقد ځواب/ يونس تنوير

موږ چې کله ستوري او سپوږمۍ ګورو، نو فکر کوو چې دوی هم د ځمکې په احاطې کې دي. ولې ځمکه خپله د یوې احاطې جز دی. دا خو ساینس هم ثابته کړې ده، چې ځمکه د هرې بلې سیارې په شکل کې ده. له ځينو وړه او له ځینو لویه ده. ولې د لمر د سیارې حقیقت هېڅ نه مشاهده کيږي، چې ګوندې دا دې له ځمکې لوی وي. خو حقیقت دا دی چې لمر له ځمکې لوی دی. او رحمان بابا په حقیقت کې د نقادانو له تیوری لوی دی. او د رحمان بابا د شاعرۍ یو اهم ټګی د مضامینو پورتنی تناسب دی. یانې هغه شاعرانه حقیقت چې د رحمان بابا په سهل ممتنع انداز کې پورت دی؛ په حقیقت کې هغه حقیقت د کم پوهۍ له امله د درک وړ، نه دی. مثلاً ځینو کره کتونکو ویلي چې رحمان بابا د نصیحتونو نظم کوونکی دی. دا حقیقت دی، خو که د شعر پېژندنې له مخې د ښه شعر اجزا ښایو؛ نو د د ټولو تیوریو د وحدت څخه دا خبره ښه په ډاګه شوې ده چې شعر د دوو جوړښتونو له مخې پوره او درست کیږي. چې یو نظم کول دي. او دوهم یې د معنی وحدت دی.

اوس که څوک شعر پېژني، دا به و مني چې بغیر د معنی افریني نه د شعر شکل به په نظم واوړي. او بغېر له نظمه به د شعر شکل په منثورو ادبي ټوټې بدل شي. جناب هېوادمل صیب په ټولګي کې ویل، چې رحمان پوهنه دې د ماسټرۍ له تدریسي نصابه وویستل شي، خو حقیقت دا دی چې د رحمان بابا په شعر کې د مضامینو نوښت هم شته، مانا افریني هم لري، د وزن او اهنګ یو عجیب تړون هم لري. دین هم پکې مطالعه کیږي، تاریخ هم پکې دی. هنر هم پکې دی او …. نو دا د یوه افاقي شاعر ځانګړنې نه دي؟ که دا شیان په رحمان بابا کې نه شته، نو مهرباني وکړۍ را ثابتې یې کړئ.

حقیقت دا دی چې ځینو کره کتونکو ویلي و، بایده دا دي چې شاعر دې ښایست را څرګند کړي، مګر غربي عالم ګيټ ویلي و(( حسن صداقت دی صداقت حسن دی .))(ادب او فکر، رب نواز مایل) نو کله چې ټول صداقت بلفعل حسن شو، نو ټولې نېکې ښکلې دي. او نیک نصیحتونونه، پورته حسن په بل څه کې شته؟ دا ټول شاعرانه نصیحتونه دي، چې شاعرانه حقیقت باندې یې ځان پوهول ضرور دي.

که دین د نصیحت په ډول نه وای راغلی، نو په (۲۳)(ص) کلن مبارک(ص) عمر یې یوه لویه احاطه تر خپل تاثير لاندې را وستل، له حمکته خالي خبرې نه ده. نن چې دغې احاطې ته د جهالت په سترګه کتل کیږي (نعوذبالله) او له دینه پرهيز شوی وي، نو هلته هره ناروا، روا ګڼل کيږي. نن چې سوله نه را ځي، له بدو پرهېز نه کوو. او که له بدو لاس وانه خیستلای شي، نو وژنه به عامه وي، انساني کراماتو ته به درناوی نه کیږي، غلا، جاسوسۍ نظانونه او ډلې، خپل منځي شخړې، فقر، بې اوزګاري او شل نورې بدبختیو سره به لاس او ګریوان وو.

او دا ټول حقیقتونه رحمان بابا داسې نا اشنا کړي، چې موږ ورته په دلایلو نادر ویلی شو. او شعرونه یې ګڼلی شو.

یوه پوښتنه دا را ولاړیږي، چې که رحمان له تدریسي نصابه وویستل شي، نو زده کوونکې به سهل الممتنې انداز له چا نه زده کوي؟ موږ پښتو کې شیدا تر ټولو نازک او باریک بین شاعر ګڼو. او رحمان بابا همدغه لوی مقام په سهل ممتنع انداز کې خپل کړی دی.

او دا زموږ د ژبې یوه لویه خوشبختي ده چې په دواړو اړخونو کې متغزل شاعران لرو. خو ددغو دواړو پېژندنه ډېره ګرانه ده. یو له ډېر عام فهمې ګران شوی دي او بل یې له ډېرې باریک فهمۍ ګران شوی دی. بس چې ځینې دوستان یې وګوري، د غلت فهمۍ له مخې ووایي چې دوی شاعران نه دي. ښه تاسې یې دا بیتونه وګورئ:

ښکته بدر را ښکاره شو پورته نمر

ښکته پورته واړه مخ دی د دلبر

ځینو کره کتونکو دا چاره خپله کړې ده: چې څوک تصوف په شاعرۍ ورګډوي، دوی ناقص دي. ښه که پورتني بیت صوفیانه رنګ نه درلودی ، نو د کلمونه یې ولې د وحدت مانا را وځي؟

ددې ټولو کلمو یو تصور دی، هغه داسې چې بدر هم ښایسته او روښانه وي او نمر هم. او دا دوه کلیمې مو د مخ له ښایست سره تړي. یانې ددې بیت د مانا وحدت په همدغو دریو کلمو کې دی. ښکته او پورته د حسن تکرار لپاره او په (ښکاره) کې د( ښ) تکرار د نورو متکررو کلمو سره، دا کلام موزون کړی دی. مطلب دا چې که شعر د مانا وحدت وي، نو د رحمان بابا په شاعرۍ کې شته، او که دا نظمونه وي، نو په ډېر اوچته بڼه او عالي انداز کې راغلي دي، نو رحمابابا ته اوس شاعرو نه وایو؟ زه بښنه غواړم که ددې خبرو نه څوک انکار کولای شي او شعر یې نه ګڼي نو را ثابت يې کړئ.

او صوفیانه خو ځکه دی، چې ښکته او پورته چې یو مخ وي، له وحدت الوجوده یې پرته څه وګڼو؟ او که چېرته وحدت الوجود نه وي پکې، نو مهرباني وکړئ را ثابت یې کړئ.

د رحمان بابا د شاعر، نه ښودو علتونه اوس څه وګڼو؟ ګوندې دا چې مرحوم الفت په دې نه پوهېدو، چې رحمان بابا یې له حمید مومند لوړ شاعر ګڼلو. د جناب ناګار له قوله چې مرحوم الفت ویلي دي: د رحمان د شاعرۍ رخت تر حميد بابا ځکه لوړ دی چې له تصنوعاتو خالي دی. بلکې دا ډېر ساده او باریک ګنډل شوی دی. او دا شي رحمان دومره سهل ممتنع کړی دي چې په پښتو کې څه چې په ټوله ختیزو ژبو په شاعرانو کې یې نه شو پيدا کوای : (ددغه مقام ساري نه لېدل کيږي.)

چوره دا خبره د منلو نه ده چې موږ دې بیخي روح و نه پېژنو. او د بیخي کلمه نه کوم قراني سند لري او نه د رسول اکرم(ص) د بیان سند ترې پيدا کولای شو. او وحدت الوجود، همدغه مرحله د تعین مرحله ګڼي. نو دا خبره د وجودیانو حق ده چې انسان باید د همدغې مرحلې پېژندنه وکړي، ترڅو د هر شي په منشا او حقیقت پوه شو.

درګردو انسانانو چې پرمختګ کړی دی ، د هغو د ذهني تجربو خاکه یې ګڼلی شو. په را وروستو وختونو کې اروپایي عالمانو ساینسي تجربې وکړې. او د انسان ذهن یې تر ماشین لاندې مشاهده کړ. او ویې ویل چې انساني ذهن له تجربو او مشاهدو رامنځته کيږي. مطلب یې دا دی چې انسان څومره عمر کوي هومره یې عقلي او فکري قوه پیاوړې کیږي. او څوک چې څومره تجربې او مشاهدې حاصلوي هومره ذهین او عقیل وي. ماشوم په تدریجي ډول له ټولنې سره بلدتیا مومي. او له عضوي حاجت او روحي قوې پرته نور هېڅ شي ځانګړنه ورسره نه وي. یانې دا یې فطري ملګرې وي. او عضوي حاجت د انسان د فزیکي جوړښت د نمود لپاره وي او روهي حالت یې په ټولنه کې ارتباتاب پیاوړي کوي. د رحمان بابا شعر یو دا خوی لري چې د کلاسیک ادب سره د لوستونکي ارتباتات ساتي. او دا یوه داسې دروازه ده چې افاقي تصورات به درباندې مشاهده کړي: ښه تاسې یې لاندې بیتونه وګورئ:

د غونچې په څېر په سل ژبو خاموشه

لکه بوی هسې په پټه خوله کویا یم

***

ته پلو له مخه واخله زه ضامن یم

که اورنګ د زمانې قلندر نه کړې

***

لکه متن له معنی، معنی له متنه

یار هم هسې دی زما په دل او جان کې

څوک به دا ثابته کړي ، چې شعر نه دی؟

دلته د متن او معنی ترمنځ یو داسې وحدت دی، چې که متن نه وي، نو مانا به له کومه شي. او که مانا نه وي، نو د متن لیکل د ماشومانو چليپاوې دي.

دغه مستقیم وحدت چې په یار او دل وجان کې راغلی دی، د دوی ټولو مضمون د وحدت الوجود د نظریې دی. ځکه چې د وحدت الوجود لویه دعوه دا ده: بیا هم په هر څه کې هغه یو دی. چې موږ یې نه شو درکولای.

غربي عالم لیو ټالسټايي ویلي و: ( د شاعرۍ نه بغير تصوف وهم دی او د تصوف نه بغیر شاعري نثر ده.)(د رخمان بابا په شعر…. ( ) مخ) او دا قول خو د هر چاته یاد دی، چې تصوف برای شعر ګفتن ضرور است. نو بیا څه بايده شي چې داسې ووایو: تصوف او شعر سره نه پخلا کېدونکي دي. او دغه شاعرانه کلمونه یې هم ولولئ:

خپل جانان مې هسې نقش وي په زړه کې

نه پوهېږم چې رحمان یم که جانان

***

رخمان حسن د یار وینم په پرده کې

نه پوټيږي نور د حسن په فانوس

***

معرفت د خدای څرګندی په هرڅه کې

سترګې وخوره چې څوک هومره نظر نه کا

***

او وروستۍ دا چې :

وهرچاته په خپل شکل څرګندېږم

ایینې غوندې بې رویه بې ریا یم

***

دا به څومره ګرمه هنګامه وي چې موږ رحمان بابا شاعر ونه کڼو. او رحمان بابا ته د یوه ناظم حیثیت ورکړو. تاسې د شعر په محتوایي کمال او شعري اطناب خبر یاستی او دا هم در معلومه ده، چې شاعري موزونه ژبه وي. او د شعر دا مزاج هم پېژنئ چې په مسرو کې، کلمو ځانله خپله مانا جوړه کړې وي. نو دا هغه ځینې توکي دي، چې که په هر کلام کې وي، شعر به وي. او ددې نه هیڅوک هم انکار نه شي کولای چې لاندنی بیت شعر نه دی:

چې له غرونو پریوتلی وي بیا پاڅي

پاڅېدی نه شي له زړونو پریوتلی

له غرونو څخه پريوتل دا یو حالت دی. او دا حالت خیالي نه دی. خو له زړونو نه پريوتل دا بیا طبعي پېښه نه ده. او په دې حالت کې تخیل دي، ځکه له زړه نه پرېوتل به، هيڅوک په مادي ډول درک نه کړي. او بیا دغه دواړه حالتونه یوې مانا ته ځانګړي شوي دي. چې مانیز وحدت یې ګڼلی شو او مانیز وحدت چې په شعر کې نه وي، هغه شعر نه دی. خو رحمان بابا دغه مانیز وحدت لري. د کلمو تکرار په پورتني بیت کې غږیز انسجام پیاوړی کړي دي. او دغه غږیز انسجام موسیقي ده.

موږ دا خبره عامه کوو، چې له زړه مې دا خبره پریوتلې ده. یا له زړه مې پریوتلی دی. دا یوه عامه اصطلاح ده، چې رحمان بابا په همدې سهل ممتنع دی، چې خیالو نه دومره په اسانه ژبه را وړي، چې هر څوک پرې پوهيږي. خو دې خبرې ته چې کوم قوت رحمان بابا په مثال ورکړی دي، د هنر نمایۍ کیفیت یې په اسانه، نه شي درکولای. ځکه چې دی وایي هغه څوک بیا نه شي پورته کيدی و زړه ته، څوک چې یو ځل له زړه پریوتلی وي. او زړه دایم داسې څوک ساتي چې ورسره مینه یې وي. مطلب دا چې زړه د مینې ځاله ده. نو د رحمان بابا پورتنی شعر د همدغه قلب لطیفه ژبه ده. ځکه که له غرونو پریوځي نو علاج به یې وشي. خو له زړه پریوتل د پاڅېدو نه دی.

ټولو عالمانو د شاعرانه ژبې مزاج ښودلی دي. او که ښه ځير شو ، نو دغه درې اړخه یې د شاعرانه ژبې لویه احاطه لري، چې لومړی یې شاعري حسي ژبه ده، تخیلي ژبه ده، نفسباتي ژبه ده. اوس د رحمان بابا په شعر کې همدغه درې واړه ژبې شته. تاسې یې دا بیتونه وګورئ:

پخواني هم ټول دا ستا په څېر سړي و

ته هم پاڅه د هغو په څېر همت کړه

***

مخ د یار شمس قمر درې واړه یو دي

قد یې سروه صنوبر درې واړه یو دي

***

که بل بد کاندي ته ښه ورسره وکړه

هریو نخل چې میوه لري سنګسار شي

***

ملنګي د یار په در کې پېغور نه دی

هر عاشق د یار په در کې قلندر دي

***

دا مثالونه په خپل ځای. خو که دې خبرې ته را شو چې هغه حقیقتونه چې ټولو ته منلي وي. لکه د مازدیګر لپاره معمولاً د رنګ امتزاج زېړ ښایو. وجه به یې څه وي؟ حال دا چې زېړ د زبيښلي په مانا دی. او لمر که څه هم د حقیقت له مخې ممکن زېړ نه وي یا وي. خو دغه حالت یې په همدې قانع کړي یو چې لمر هم زیړ دی. ځکه چې لمر له سهاره تر مازدیګره مزل کړی وي. تاسې به نجونې نه وي لېدلې، چې کله سفر وکړي، نو تکې زېړې شي.

د لغت پوهنې عالمانو دا خبره باربار کړې ده او ویلي یې دي، چې توري او کلمې د مادیونو اختراع ده. او که یې له یوې مخې وڅېړو ډېر علوم مو، د همدغو تورو او کلمو څخه زده کړي دي. او موږ د همدغو تورو او کلمو سره اشنا شوي یو.

او د شاعرۍ خوند هم د همدغو تورو او کلمو په ترتیب کې دی. بلکې د دوی له مانیز وحدت نه یو مجسم تصور یا مشاهده را ولاړیږي. مطلب مو دا دی چې رحمان بابا په صحي مانا شاعر دی، ولې که څوک په شعر کې شراب هم وڅکي، خو چې هنري یې را وستلي وي، هغه به شعر وي.

جناب ناګار له متنه ښکاري، چې (د رحمان بابا شعر ته د ځواب ویلو هېڅ تیوري نه شي سازېدای). او دا خاصه رحمان بابا په خپل شعر کې درک کړې وه او ویلي یې و:

هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي

درحمان په شعر کې تورکي د باګرام

***

رحمان بابا د خپل کلام په اړه ډېرې خبرې کړې دي. همدا راز، د نقد لویو استادانو مرحوم حمزه بابا، کامل مومند، جناب ناګار، الفت صیب، راج ولي شاه خټک، حسرت صیب، غضنفر صیب او دا سې نورو رحمان بابا شاعر ښودلی او دده په شاعرانه مقام یې خبرې کړې دي. او په پښتو شاعرۍ کې یې د شعر یو لوی ستوری معرفي کړی دی. ګوندې دوی ټول په شعر نه پوهيږي؟ خبره دا درسته ده چې دوی ټول په شعر پوهېږي او رحمان بابا شاعر دی.

او بله خبره دا ده چې رحمان بابا د خپل شعر په اړه ډېرې نادرې خبرې کړې دي، چې په بل کلاسیک شاعر کې یې په دې افقي ډول نه شو پيدا کولای. تاسې یې لاندې بیتونه د حسن اختتام لپاره وګورئ:

د رحمان کلام په دا سبب شیرین دی

چې یې هر کلام کلام دی د اخلاص

***

دا متل دی چې له درده زبیرګي خيږي

ګڼه څه و د رحمان له شاعرۍ

او بیا رحمان بابا د خپل شعر و منکرینو ته داسې نغوته کړې ده، چې موږ یې د دوی په شخصیت نه پورې کوو، ولې د رحمان بابا خپل قول دي:

دا نایان به د رحمان په قال پوهيږي

دلته کار د هر نا اهل و نادان نه شته

اخځلیکونه:

۱: خټک، راج ولي شاه.( ۲۰۰۳م ) د رحمان بابا په شعر…. ، پېښور یونیورسیټي : پښتو اکيډمي.

۲: ناګار، فضل ولي. د ماسترۍ لیکچر نوټونه، ننګرهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه

۳: کامل مومند، دوست محمد.( ۱۳۸۴ل) رحمان بابا، ، ، دانش خپروندویه ټولنه.

تبصرې (1)

  • یونس جانه د عبدالرجمن مومند د شعرونو اساس پر توحید ولاړ دی او د وحدت الوجود مفکوره نه د عبدالرحمن مومند په شعرونو کښی ځای لری او نه د اسلام په مبارګ دین کښی ځای لری . د وحدت الوجود عقیده د ملحدینو لخوا د عیسوی منسوخ دین له عقایدو څخه دلته راوړل شوی
    او داسی کسان لکه هیوادمل او نور د روم د کلیسا پوری تړلی کړی دا ډول کارونه د روم د کلیسا په فرمایش زموږ په هیواد کښی غواړی چی دا ډول پروژی عملی کړی

    موږ ټول مسلمانان د الله ج په وحدانیت عقیده لرو او د اسلام د مبارک دین اساس توحید دی او په دی باره کښی حتی د څه خبری کولو ځای هم نشته