افغانستان

سیاسي جریانونه: د ملي یووالي حکومت د راتلونکو ټاکنو اراده نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل):په کابل کې یو شمېر سیاسي جریانونه پر ملي یووالي حکومت تور پورې کوي، چې د راتلونکو ټاکنو اراده نه لري او غواړي راتلونکې ټاکنې هم وځنډوي.

د افغانستان د ملي جبهې غړی صدیق پتمن وايي، که راتلونکې ټاکنې په یوه وخت او یا جلا ـ جلا ډول ترسره شي؛ خو بیا هم اوسنی حکومت نه غواړي چې ټاکنې ترسره کړي او په بېلابېلو پلمو یې ځنډوي.

پتمن په اوسني حکومت تور پورې کړ، چې اصلاً د ټاکنو اراده نه لري او د همدغه لامل له مخې یې تراوسه د ټاکنو کمېسیون غړي بشپړ کړي نه دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ مشر نعیم ایوب زاده هم ورته نظر لري، چې د ملي یووالي حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره هېڅ چمتو والی نه دی نیولی او نه د ټاکنو ترسره کولو اراده لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل هم له ملي یووالي حکومت غوښتي وو، چې ملګرو ملتونو ته هغه حکومت مشروعیت لري چې ازادې ټاکنې ترسره کړي او په رڼو ټاکنو یې استازي وټاکل شي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو کابل ته د خپل سفر پر مهال هم د ملي یووالي حکومت نه غوښتي وو، چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې او له درغلیو پاکې ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې غواړي راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۱۶مه ترسره کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په اړه سیاسي جریانونه داسې مهال اندېښنه ښيي، چې تراوسه د ملي یووالي حکومت مشران د ټاکنو غړیو پر سر اختلافات لري.

تېره اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي د اجراییه ریاست له لوري ټاکل شوی و؛ خو ارګ یې ټاکنه رد کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x