دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه/دریمه برخه

فکرې جګړه د عسکري جګړي نه ډیره خطرناکه ده که څه هم د عسکري جګړه کې ککرۍ پریکیږي،کورونه ورانیږي ،فقراو تنګدستۍ راځې،هجرتونه او تکلیفونه را منځ ته راځي.
خو د الله ﷻ   په میزان او تله کې فکري جګره د عسکري جګړي نه ډیره لویه ده ځکه دا د الله ﷻ  خپله فیصله ده چې:

“والفتنة أكبر من القتل… ” سورة البقرة 217
یو خوا ته قتل دی او بل خوا ته فتنه او دا فتنه څه شی ده؟
فتنه مسلمان د دین نه اړول او مرتد کول،مسلمان دخپل فکر نه منحرف کول او د فکر نه ایستل،د مسلمان ضمیر او وجدان د منځه وړل اود مسلمان اسلامې احساس خنثی کول ده. قرآنکریم خپله د مسلمانانو بي لاري کولو ته فتنه ویلي ده او دا آیت په دفع د هغو مشرکانو داعتراض په ځواب کي نازل شوي دی چې  ویل به يي تاسو ځانته مسلمانان وايي چي په اشهرالحرام کې مو د جهاد پيل وکړل او تاسو پدي عقیده لري چي جنګ په محرمو میاشتو کې ناروا دی او تاسو خپله د دي خلاف کوي، الله ﷻ  مسلمانان او کافران یو حقیقت ته متوجه کوي چې هغه دا چي کفارو مکه معظمه کي مستضعفین مسلمانان په زور کفر ته مجبورول او د دین او آزادۍ نه يي محرومول او هغوي به یی له اسلام نه اړول او هغوي به يي د هرډول فتني او زهني فشارونو لاندي نیول،دغه  فساد د قتل نه  ډیر لوی دي.
الفتنة أكبر من القتل ،فتنه په حقیقت کي فکري جګړه ده او قتل عسکري جګړه ده  دا دقرآن کریم فیصله ده او د دغی فیصلي مصداقونه که  په نړي کي وګورو کوم ځاي کي چي په مسلمانانو جګړه تپل شوي ده هغه د یوې محدودي زماني پوري ده او د هغي تأثیرات بیا وروسته ختم شوي  او عسکري جګړي مسلمانان دومره صیقل کړي او دومره زیات يي قوي کړي چې زیاتي تجربي ورته حاصلي شوي دي چې ساري نه لري او د پخوا په پرتله زیات قوي شوی دي.
او د دي په خلاف فکري جګړي مسلمانان يي  ډير ضعیفه کړي او د تاثیر لاندي راوستي دي او که يي تاسو نه مني نو اندلس وګورئ چې اته سوه(۸۰۰) کاله مسلمانانو حکومت پري وکړ غرب او اروپا يی د خپل تاثیر لاندي راوستلي وه او هغه يي په علم روښانه کړي وه یوه برخه يي په دین مشرفه کړي وه خو کله چې مسلمانان په سمتګرائي ،قومګرایی او توکم پالنۍ،ژبه پالنۍ ،خواهشاتو او لذت پرستۍ داخل شول،د مسلمانانو لومړیتوبونه او اولویتونه تبدیل شول او دمسلمان امت اهدافو تغیر وکړ نو بیا هغه اندلس نشته ده چې داسلام حاکمیت پري وه نن هغه هسپانیه ده چي مسلمان ډیر په کې کم دي او تاسووګوري چې په  ماوراءالنهرکې چي څومره اسلامي هیوادونه وه او یا اوس دي تش په نامه دي بیا هغلته هماغه کفر په یو بل شکل حاکم دی او دهغوي فکر او ذهن یی اشغال کړه او په لس ګونه کلونه تیر شول دهغوي په فکر  کې څه تبدیل نه را ځي وجه دا ده چې چې هغوي د فکري جګړي قربانیان دي اسلامي نړي وګورئ ،عربي نړي وګورئ .نن په لویو اسلامي ممالکو کي چې د مسلمانانو شمیر پکې میلیونونو ته رسیږي اسلام پکې ډیر ذلیل دی او اسلامي دعوت پکې ډیر کمزوری دی اما نور دعوتونه که قوم پرستي (نشنلیزم) دی او که سمتګرايی ده اویا نور دعوتونه دي پکې ډیر قوي او په قوت سره پرمخ ځي خو اسلامي دعوت ډیر کمزوری دی سبب دا دی چې د فکري جګړي تاثیر لاندي مسلمانان داغلي دي نو ځکه الله ﷻ  فرمايي چې:
” الفتنة أكبر من القتل ۝”
ترجمه: فتنه د وژني ډیره لویه ده.
پورتني آیت شریف کي الله  ﷻ  فتنه د وژولو په مقابل کې لویه ښودلي ده او قتل د هغي په مقابل کي کوچنی ښودلي دی.که څه هم ضرورت لري بله دا چې که مونږ اوتاسو  دیرش (۳۰)کلن جنګ تکلیفونه او هجرت نه واي لیدلي  تاسو یقین وکړي چي زه په اطمینان ویلی شم چې نن به مونږ دومره هوښیار نه وو او نه به زمونږ نړیوال حیثت دومره زیات وه څلوردیرش کاله مخکي زمونږ ټولنیزاو سیاسي پوهاوی او زمونږ  فکري سطحه،دپيښو او اهدافو ارزیابي او زمونږ تحلیلونه دومره نه وه د هغي زماني راهسي ډیروالي  پکي راغلي د دي زماني د اووم او اتم ټولګي دشاګردانو د استعداد او تحلیل په اندازه زمونږ تحلیل نه وه دهغه وخت ملکانواو مشرانو تحلیل نن یو عادي سړي هم لري موږ جهاد هوښیار کړو او موږ ته يي دښمن راوښوده او همدارنګه د خپل فکر او آیدیالوژۍ راوپژندله، تقریباً په ټوله نړۍ باندي وګرځیدولو او دنړۍ د خلکو ځانګړتیاوي يي راوپژندلي او هم يي د نړۍ او نړیوالو اهداف راته ښکاره کړل او بله يي د نړيوالو سره يي د تعامل طریقه راوښودله او همدارنګه يي د هغوي مکراوفریب اسلامي امت وروپژندلو او مسلمانان د هغوي په اهدافو خبر کړل.دا ټول د جهاد برکت وه بلکي  جهاد د دنیاوي د لحاظ هم مسلمانانو ګټې وکړي او دا خبره واضح ده چې کلونو کلونو به چاته د نیکه یوه کوټه په میراث پاتي وه او په همغي کي به يي ټوله زنده ګۍ تیروله،هو  همدغه جهاد افغانان هوښیار کړل ،قوي يي کړل او هیڅ کله يي هم کمزور نکړل مګر مونږ چې کمزوره کړيو د پرديو غلامۍ او د هغوي د تاثیر او اسارت لاندي زنده ګي کولو ضعیفه کړیو او د هغوي فکري جګړي زمونږ نظریه رابدله کړی ده.
 فکري جګړه په تیره کي په زرګونه کسان د روسانو سره ودرول او د هغوي د ټانکونو نه يي دفاع وکړه او دهغوي د اهدافو د تحقق لپاره يي کار کاوه او د کمونیزم د خپراوي لپاره يي قربانۍ ورکولي نن هم په سل ګونه زره مسلمان ولسونه ،قیادتونه ،جهادي رهبران ،شخصیتونه سیاسی او متمدني ټولني  فکري جګړي د دښمن کي په لیکه کي ودرول او د خپل د ملت د آروزوګانو سره يي جفا وکړه.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x