د لسو ساعتونو په تېرېدو لا هم پر کانټیننټل هوټل ډله ییز بريد روان دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د کابل پر نړيوال کانټيننټل هوټل ډله ییز برید د لسو ساعتونو په تېرېدو لا هم روان دی او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي وايي، چې د هوټل په درېيم او څلورم چت کې د بريد کوونکو او عسکرو تر منځ جګړه روانه ده او د بهرنيانو په ګډون کورني مېلمانه په جګړه کې یرغمل دي.
د روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې تر اوسه دوی روغتون ته د وژل شویو او ټپيانو په رسولو نه دي توانېدلي او د سختو ډزو له امله هوټل کلابند دی.
تر اوسه د دغه بريد له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو د روغتيا وزارت سرچينې وايي، چې تر اوسه دوی ته د څلوېښتو کسانو د مرګ ژوبلې خبر رسېدلی دی.
وروستي راپورونه ښيي، چې بريدګرو په درېيم او څلورم پوړ کې سنګر نيولی، له هغه ځايه په هوټل کې په مېشتو کسانو ډزې کوي او امنيتي ځواکونه لا هم د بريدګرو په مخنيوي نه دي توانېدلي.
رویټرز خبري اژانس د کانټيننټل هوټل د مدير حارث نایاب له خولې ليکلي، چې بريدګر د هوټل په پخلنځي کې سنګر نیولی دی.
دا بريد په داسې حال کې شوی، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا سفارت په کابل کې پر هوټلونو د بريد خبرداری ورکړی و.
تر اوسه کومې ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې.
تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې بريدګر څنګه هوټل ته په ننوتلو توانېدلي، خو د کورنيو چارو وازرت وياند نجیب دانش وايي، چې د کانټیننټل هوټل د امنيت ساتلو چارې يوه خصوصي کمپنۍ ته ورکړل شوې وې.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی د کابل امنيتي وضعيت له نږدې څاري او له افغان چارواکو سره په اړيکه کې دي، چې په دغه بريد کې خو به امریکايي اتباعو ته زيان نه وي رسېدلی؟
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د