افغانستان

بلخ: طالبانو د یوې پوستې ۱۸ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولایت په شولګر ولسوالۍ کې د اربکیانو او ملکیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شېرجان دراني وايي، تېره شپه په شولګر ولسوالۍ کې اربکیان او ملکي کسان په یوه پوسته کې راټول شوي وو، چې ټول وژل شوي دي.

د دراني په خبره، په وژل شویو کې ډېری اربکیان دي او په کم شمېر ملکي کسان هم پکې دي.

د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، دغه کسان په جګړه کې وژل شوي نه دي او کېدای شي چا څه شی ورکړی وي او ټول یې وژلي دي.

د شولګر ولسوالۍ ولسوال سراج عابد د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، تېره شپه د «بزبای» په سیمه کې اربکیان او ملکي خلک راټول شوي وو؛ خو ټول وژل شوي دي.

دی هم وايي، چې د دې ډله ییزې وژنې علت تراوسه روښانه شوی نه دی.

خو د بزبای سیمې ځايي خلکو ویلي، چې تېره شپه طالبانو د اربکیانو پر پوسته برید کړی او اربکیان د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو ځانګړې قطعې د شولګرې ولسوالۍ د بزبای د سیمې پر پوسته برید کړی او د قومندان حمیدالله په ګډون یې ۱۸ اربکیان وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بزبای په پوسته کې د طالبانو نفوذي کس ځای پر ځای شوی و او له دې پوستې یې ۱۸میله سپکه او درنه وسله هم وړې ده.

طالب ویاند  د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هم د یوې پوستې د ۱۰ عسکرو د وژل کېدو خبر کوي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي وو، چې سلګونه نفوذي کسان یې د افغان امنیتي ځواکونو په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړي او د بریدونو په انتظار دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close