افغانستان

فراه: د امنيت امر ګلبهار مجاهد د طالبانو په بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): چارواکي وايي، د فراه د امنيې قومندانۍ د امنيت امر ګلبهار مجاهد د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د فراه د والي وياند ناصر مهري د افغان غږ خبري اژانس ته ويلي، تېره شپه طالبانو په پشت رود ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريد وکړ زياتوي چې د هغوی د مرستې لپاره ګلبهار مجاهد او عسکر وروان و، د نوموړي پر موټر د ماين چاودنه شوې او ځای پر ځای وژل شوی دی.

د ناصر مهري په وينا ، پېښه تېره شپه د پشت رود ولسوالۍ د “مساو” دوه لارې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

هغه وايي، په پېښه کې له نوموړي سره يو پوليس ټپي شوی خو ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي په دغې چاودنه کې ګل بهار مجاهد او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري یوسف احمدي ويلي، دفراه ولایت مرکز کې د امنیت آمرگلبهار مجاهد سره له ۳ نوروعسکرو دیو تاکتیکي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

څو ورځې مخکې د فراه مرستيال والي محمد يونس رسولي وويل، چې طالبانو د فراه ښار له څلورو خواوو کلابند کړی او هره شپه د هغوی په بريدونو کې له لسو تر پنځلسو عسکر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راز د فراه د ولايتي شورا غړې جميله اميني هم مني چې طالبان د فراه ښار ته داخل شوي او هره ورځ په پوځي مرکزونو او پوستو بريدونه کوي.

د فراه ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت پر اتيا سلنه د طالبانو واکمني ده او امنيتي ځواکونه يواځې د ځان ساتلو په هڅه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x