نړۍ

ګارډين: د لوديځو هيوادو لاسوهنې به نايجيريا دوهم افغانستان کړي

له لندنه خپرېدونکې “ګارډين” ورځپاڼې يوې ليکوالې لينډسي جرمن ليکلي، چې د ۲۰۰ نايجيريايي نجونو د خلاصون په موخه نايجيريا به کې د لوديځو هيوادونو مداخله دغه هيواد په دوهم افغانستان بدل کړي.
ليکواله زياتوي، چې دغه زړه بوږنوونکې کړنه هر څومره وغندل شي، کمه ده.

د دغونو نجونو خپلوان او کورنۍ د نايجيريا د حکومت پر خلاف لارو او کوڅو ته راوتي، چې حکومت په دې اړه قوي عکس العمل نه دی ښودلی.
مګر تر ټولو خطرناک د لوديځو هيوداونو هغه وړانديز دی، چې د نايجيريا حکومت ته یې د دغو نجونو د خلاصولو په موخه کړی دی.

لوديځو هيوادونو نايجيريا ته وړانديز کړی، چې د ۲۰۰ تښتول شويو نجونو د خلاصون په موخه به دوی نایجير ته د بوکو حرام ډلې پر خلاف خپل پوځونه وروليږي.

ليکواله زياتوي، چې غربي هيوادونو هر ځای پوځي مداخله کړې، له خيره يې شر زيات پيښ کړی، هر ځای يې خلک له دربدرې او مرګونو سره مخ کړي دي.
لوديځ هيوادونه خلکو ته دا وايي، چې دوی به د خپلو عسکرو په مرسته د روسته پاتې هيوادونو د ښځو حقونه خوندي کړي، ولې دا خبره د ځمکني حقايقو خلاف ده.

لينډسي جرمن د خپلې خبرې لپاره د دليل په توګه د افغان د جګړې خبره کوي، چې ۲۰۰۱ م کال کې امريکا او ايتلافيانو يې تر ټولو مهمه د افغانستان د ښځو د حقونو خبره کوله، چې د دوی حقونه نه دي خوندي او لوديځ هيوادونه غواړي د دغو ښځو حقونه پر ځای کړي.

د ټوني بلير او بوش ښځو د همدې لپاره خپل ميړونه د افغانستان جګړې ته وهڅول، چې د افغانستان ښځې ازاد او خوندي ژوند وکړي، ولې د ديارلسو کالو په تېريدو اوس هم مليونونه ښځې بې کوره او زرګونه ښځې د همدې لوديځو هيوادو د عسکرو له لاسه وژل شوي دي.

افغانستان د ښځو لپاره د ژوند کولو تر ټولې دنيا خطرناک هيواد دی.

اوس هم له دغه هيواده د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي، ظلم او زياتي او د جنسي تيري خبرونه په پراخه کچه راځي.

امريکا او ځينې ايتلافيان يې د افريقا په يو شمېر هيوادونو کې د اسلامپالو پر خلاف پوځي عمليات کوي.

د افريقا په جبوتي، ايتوپيا او يو شمېر نورو هيوادونو کې د اسلامپالو پر خلاف بې پيلوټه بريدنه کوي.

همدا رنګه عربي هيواد کې هم د القاعده د پلويانو پر خلاف بې پيلوټه بريدونه روان دي.

لوديځ هيوادونه د افريقا اسلامپال په دغو هيوادونو د خپلو ګټو لپاره خڼد بوولي او غواړي، چې ټولو افريقايي هيوادونو کې د دوی پر خلاف پوځي عمليات وشي.

ليکواله وايي، چې د پوځي جګړې تر څنګ په افريقا کې يوه بله درنه جګړه هم روانه ده، چې هغه اقتصادي جګړه ده.

د افريقا لويه وچه د طبعي سرچينو يو مالامال براعظم دی او ډېری وګړی يې د فقر له لکيري ښکته ژوند کوي. ولس يې له طبي او تعليمي اسانتياوو څخه بې برخې دی.

د تيلو “shell” نړيوال شرکت په ګډون يو شمېر لويو نړيوالو شرکتونو د افريقا تيلو او غاز ته سترګې پټې کړي، چې دغو طبعي سرچينو ته ځانونه ورسوي.

لوديځو هيوادونو سره د افريقايي ولس د لوږې، تعليم او صحت انديښنه نشته، دوی يوازې خپلو ګټو ليوني کړي دي.

اوس که لوديځ هيوادونه د ۲۰۰ تښتول شويو نجونو د خلاصولو لپاره نايجيريا هيواد ته خپل عسکر ليږي، نو د ستونزې د هواري پر ځای به نوموړي عسکر دغه هيواد کې نورې ستونزې هم راولاړې کړي.
په دغه هيواد کې به د لوديځو هيوادو ځمکني اوهوايي مداخله له خيره زيات شر ته لمن و وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x