د آی پي ایل بولۍ وروستي لیست کې لس افغان لوبغاړي شامل دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د هند تجارتي لیګ (VIVO IPL) د بولۍ لپاره د ۵۷۸ لوبغاړو وروستنی لیست خپور کړ، چې په کې ۳۶۰ هندي او ۲۱۸ بهرني لوبغاړي شامل دي.

په ۲۱۸ بهرني لوبغاړو کې یې ۱۰ د افغان ملي لوبډلې لخوا غوره شوي، او همدا ډول ۵۴ له استرالیا، ۴۲ د سویلي افریقا، ۳۴ ویسټ انډیز، ۲۴-۲۴ له انګلستان او نیوزېلنډ، ۱۸ د سرې لنکا، ۶ د بنګلدیش، ۳ د زمبابوې، او ۱-۱ د نیپال، کاناډا او آیرلینډ لوبغاړي شامل دي.

په دې لیست کې افغانستان یوازینۍ لوبډله ده چې په ټیټو لوبډلو کې له بنګلدیش، زمبابوې او آیرلینډ څخه زیات لوبغاړي لري.
د افغانستان لخوا: محمد نبي، راشد خان، نجیب ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق، شاهپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او ظاهر خان وړاندې شوې دي، چې بیې یې په لاندې ډول دي:

راشد خان ۲۰۰ لکه هندي روپۍ
محمد نبي ۵۰ لکه هندي روپۍ
مجیب ځدراڼ ۵۰ لکه هندي روپۍ
محمد شهزاد ۵۰ لکه هندي روپۍ
شفیق الله شفق ۵۰ لکه هندي روپۍ
نجیب الله ځدراڼ ۵۰ لکه هندي روپۍ
دولت ځدراڼ ۵۰ لکه هندي روپۍ
شاهپور ځدراڼ ۵۰ لکه هندي روپۍ
ګلبدین نایب ۵۰ لکه هندي روپۍ
ظاهر خان ۲۰ لکه هندي روپۍ.

اټکل کیده چې د افغانستان لخوا به ۱۳ لوبغاړي په دغو بولیو کې شامل وي خو سمیع الله شینواری، حمید حسن او اصغر ستانکزي په پای لیست کې ځای نه دی موندلي.

راشد خان که څه هم د ۲۰۰ لکو په لیست کې شامل دی خو بیا هم په مارکیو لیست کې یې نوم نه دی وړاندې شوی، مارکیو هغه لیست دی چې ممکن د بولۍ پر وخت تر ټولو پورته بیې ولري.

د یادونې وړ ده چې د هند تجارتي لیګ ۱۱م پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو اخیستلو مراسم د روانې میاشتې «جنوري» په ۲۷ او ۲۸ نیټه د هند به بنګلور ښار کې ترسره شي.