افغانستان

صلاح الدین رباني بلخ ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني بلخ ته تللی؛ څو د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور په ګوښه کېدو او یا یې په پاتې کېدو له نوموړي سره خبرې وکړي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید وايي، له صلاح الدین رباني سره په دغه سفر کې د ولسي جرګې ۲۰ غړي او د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا ځینې غړي هم ملګري دي.

د حدید په خبره، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېر ماښام بلخ ته رسېدلی دی او د نور د برخلیک په اړه به وروستۍ پرېکړه وکړي.

نږدې اووه وړاندې ارګ د بلخ د مخکېني والي عطاء محمد نور استعفا ومنله؛ خو نور د ارګ استعفا په غبرګون کې وویل، چې له ارګ سره شوې هوکړه عملي شوې نه ده او دی خپله استعفا بېرته اخلي.

نور تېره ورځ په بلخ کې خپلو پلویانو ته ویلي وو، چې دی به هلته خپله استعفا وړاندې کړي، چې ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم خپلې استعفاوې وړاندې کړي او له واک ګوښه شي.

ځینې باوري سرچینې وايي، چې د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ د اووم پړاو خبرو کې ارګ د جمعیت ګوند ځینې غوښتنې منلي دي او کېدای شي عطاء محمد نور د بلخ د والي په توګه پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x