افغانستان

کونړ: طالبانو یو روغتيايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طالبانو د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې یو روغتيايي مرکز له جوړولو وروسته پرون ګټې اخیستنې ته وسپاره.

دغه کلینک چې د طالبانو د روغتيايي کمیسیون له لوري يې د جوړېدو چارې څارل کېدلې، د قومي مخورو په ګډون په ځانګړو مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

طالبانو ویلي، دوی دلته مجرب ډاکټران پر دندو ګومارلي «په دې کلينک کې د مجربو ډاکټرانو په کار ګومارلو سره د يادې سيمې د اوسيدونکو روغتيايي ستونزې په بشپړه توګه حل کيږي.»Clinic-۲-1024x576

د سیمې اوسېدونکو د طالبانو له دې چوپړه مننه کړې او ويلي يې دي، چې په دې سره به نه یوازې د شلطن د سیمې بلکې شاوخوا کلیو اوسېدونکي هم له ستونزو خلاص شي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې دا کار د خپل روغتيايي کمیسیون خدمت بللی او ویلي يې دي، چې د پرانیستې په مراسمو کې ورسره خلکو د بشپړ ملاتړ غږ پورته کړی دی.

«د کلينک د پرانستې په مهال لويه غونډه وشوه چې د سيمې قومي مخورو، مجاهدينو او د صحت کميسيون غړو پکې شرکت کړی و، د سيمې خلکو د اسلامی امارت له دې خدمت څخه د ډیرې خوشالۍ او خوښۍ اظهار وکړ او له اسلامي امارت سره يې د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ.»Clinic-۳-576x1024

تر دې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو د تخار په درقد ولسوالۍ کې «عمري» په نامه ښارګوټی پرانیست.

دا ښارګوټی چې شاوخوا ۱۰ زره جریبه ځمکه يې په بر کې نیولی، د مدرسې، یو مسجد او شاوخوا زرو دوکانونو درلودونکی دی.

په ورته وخت کې په کندوز کې هم طالبانو د مؤسساتو د کمیسیون له لوري یو لوی سربند پرانیستل شو.

دغه سربند چې په امام صاحب ولسوالۍ کې موقعیت لري، شاوخوا ۲۲ زره جریبه ځمکه خړوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روح الله روحمل

ښه خبردی د روغتیایی مرکزونو جوړل چی داکتران ښه خدمت په کی وکړی خو د پاکستانی پوځ په توغندویی بریدونو کی چی په افغان خاوره یی وخت ناوخت کوی په نښه نشی الله ج دی تری وساتی

اجمل

د طالبانو ټولی کړنی سل په سلو کی ښی دی . تر ملایکو هم پورته دی هم جهاد کوی خپلی وینی ورکوی ، هم د جهاد د پاره اکمالات ، هم روغتونونه ، هم سړکونه ، هم مدرسی او هم مساجد راته جوړوی هم د دجالی میدیا په مقابل کی جهادی میدیا ډير په بریالیتوب مخی ته بیای ، د دی ټولو سره دا مونږ چه پلویان یی هم یاستو د ریفریانو په شان لیکو چه د طالبانو دا کار ښه او دای نه سم دی په کار دادی لږ تر لږه میدیاوی برخه خو یی منونږ ارټنګه کړی وی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x