نړۍ

نيويارک ټايمز: نيويارک پولس د جاسوسۍ لپاره له مسلمانانو کار اخلي

د امريکا مشهورې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د نيو يارک ښار د پوليسو ديپارټمنټ د ترهګرۍ پر خلاف جاسوسۍ لپاره له هغو مسلمانانو کار اخلي، چې خپل هېوادونه يې پريښي او امريکا کې ژوند کوي.

د نيويارک پوليسو لخوا دغه ګمارل شوي کسان د جوماتونو، هوټلونو، سوداګريزو مرکزونو او يو شمېر نورو ټولنيزو ځايونو پټې خبرې د نيويارک پوليسو ته وروړي.
نيويارک ټايمز د يو شمېر اوسنيو او پخوانيو پوليس مشرانو له قوله وايي، چې په دغو ګمارل شويو مسلمانانو کې يو افغان تازه ميوه خرڅوونکی، يو مصری موټر چلوونکی او يو پاکستانی محصل دی، چې، د يو شمېر وړو جرمونو له امله بنديان شوي وو او اوس د نيويارک پوليسو لپاره د جاسوسي په توګه خدمت کوي.

ورځپاڼه د پوليس چارواکيو له قوله ليکلي، چې د ۲۰۰۲ م کال په لومړيو درې مياشتو کې يې په دې اړه خلکو سره ۲۲۰ مرکې کړي او له هغې وروسته هر کال سوونو کسانو څخه په دې اړه سوال و ځواب شوی دی.

نيويارک ټايمز د پوليسو له قوله وايي، چې دوی دغه پوښتنې او مرکې په زور نه دي کړي، بلکې د خلکو په خوښه يې کړي، ولې د پوښتنو ګرويږنو پرمهال به پر دغو مسلمانانو کې ويره او ترهه خپره وه.

ورځپاڼه ليکي، چې د نيويارک زون د استخباراتو مرستيال جون ملر وايي، چې د ۲۰۰۱ د ۱۱ سپمتبر له پيښې وروسته دوی داسې جاسوسانو ته اړتيا درلوده، چې د تروريزم په اړه دوی سره خپل معلومات شريک کړي.

جون ملر وايي، خلکو سره له خبرو اترو پرته موږ نشو کولای خپل اړين معلومات تر لاسه کړو، د خپلو معلوماتو لپاره به دوی له هر رنګه خلکو څخه پوښتنې ګروېږنې کوي.

د مثال په توګه بهايي جان ابراهيمي، د تازه ميوې يو افغان سوداګر دی، ۲۰۰۹ کال کې د نيويارک پوليسو لخوا ونيول شو او د بند پر مهال ترې د القاعده او پلويانو په اړه پوښتنې وشوې.

بهايي جان وايي، چې پوليسو له ده څخه جومات ته راتلونکيو مسلمانانو د قوم په اړه پوښتنې کولې او د ده يو ورور په اړه يې هم پوښتنې ګرويږنې کړي، چې افغانستان کې ټيکسي چلوي.

د دې تحقيقاتو پر مهال د نيويارک پوليسو له بهايي جانه غوښتي، چې امريکا کې د مسلمانان د جاسوسۍ لپاره پوليسو سره مرسته وکړي، چې بهايي جان ورسره منلې او په دې اړه که د افغانستان د سفر اړيتا پېښه شي، هم به يې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x