fbpx

کندوز: اربکیان د حکومت له واکه بشپړ په وتلو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندوز اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د بېلابېلو سیمو اربکیان د حکومت له واکه بشپړ په وتلو دي.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د اربکیانو له جوړېدو سره هممهاله هر قومندان ځان ته حکومت لري، خو په دې وروستیو کې په کلي توګه دا ډله وسله وال د حکومت له واکه وځي.

د کندوز اوسېدونکي وايي، د اربکیانو خپلسري اوج ته رسېدلی، چې ورسره يې د خلکو ژوند تریخ کړي او له ځينو سیمو نه خلک کډوالۍ ته اړ شوي دي.

اربکیان چې حکومت يې له ګوتو وتو وروسته «غیر مسوول وسله وال» بولي، په کندوز کې يې شمېر مخ په ډېرېدو ښکاري.

د غلام سخي او عبدالغني په نومونو د کندوز اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي، چې وړاندې تر دې ټول «غیر مسوول وسله وال» ۲ زرو تنو ته رسېدل خو اوس يې شمېر تر ۳ زرو هم پورته ښکاري.

دوی ګیله کوي، چې د اربکیانو له وېرې خلک پخپلو کورونو کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغوی پخپلو خبرو کې وویل، «د دوی له لاسه خلک خپل کاروبار نه شي کولای او ان خلک په خپلو کورونو کې د خونديتوب احساس نه کوي.»

د کندوز ولایتي شورا هم د دې څرګندونو پخلی کوي، د دې شورا یو غړي امرالدین ولي ويلي، دغه وسله وال په غلاوو، تښتونو او ګڼو جنايي جرمونو کې شریک دي.

که څه هم د ولایتي شورا غړي هم دغه اربکیان د «غیر مسوولو وسله والو» په نوم یاد کړل، خو مسیر ورځپاڼه د همدې وسله والو له قوله وايي، چې دوی ځانونه د حکومت مدافعین بولي او دعوه کوي، چې د طالبانو پر ضد يې وسلې اخیستې دي.

«د غیرمسولو وسله والو یو شمېر قوماندانان بیا وايي چې دوی د وسله والو مخالفينو پر ضد وسله پورته کړې او که دولت امکانات ورکړي، دوی به په زور له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې نه اخلي. »

د کندوز امنیتي مسوولینو د تېر په څېر د دې وسله والو د ځپلو او بې وسلې کولو تکراري ژمنې کړي، چې د خلکو په وینا هیڅ عملي اړخ نه لري.

ګډ حکومت د کار په پیل کې د نورو ګڼو ژمنو تر منځ څنګ دا ژمنه هم وکړه چې د دوی په وينا «غیر مسوول وسله وال» به بې وسلې کوي، خو د دریو کلونو په تېرېدو يې لا هم عملي شکل نه دی خپل کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د