افغانستان

ازبکستان د افغان سولې اړوند نړیواله غونډه جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ازبکستان وايي د افغان سولې اړوند نړیواله غونډه به د کابل پروسې له ناستې وروسته جوړه کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا غونډه به د کابل پروسې ناستې دوام وي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په افغانستان کې هوسايي د سیمې د ارامۍ لپاره مهمه بللې او په وينا يې، ځکه خو يې د دې غونډې تابیا نیولې ده.

کاملوف ويلي، هوډ لري راتلونکې مارچ میاشت کې به دغه غونډه جوړه شي.

د کابل پروسې ناسته به د راروانې میلادي میاشتې په اوږدو کې وشي.

د کابل پروسې ناستې لومړۍ هغه، د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې ترسره شوه.

سره له دې چې شنونکي د امریکا نوې ستراتېژي بشپړه پر جنګي شدت ولاړه بولي، د سیمې هېوادونه د سولې لپاره د هڅو نیت ښکاره کوي.

تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم وویل، چې حاضر دي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د سولې اړوند څرګندونې وروسته له هغه تودېږي، چې د حزب اسلامي د منځګړيتوب په نوم په ترکيه کې د عادي اشخاصو تر منځ د سولې په نوم ناسته جعلي ثابته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x