کندوز: د ولسي جرګې رییس تښتونې، وژنې او قاچاق کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی دعوه کوي، چې د دې جرګې رییس په یاد ولایت کې د ګڼو جنایاتو مسوول دی.

د کندوز د خلکو استازی انجینر کمال د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې عبدالروف ابراهیمي په کندوز کې پر تښتونو، وژنو او قاچاق تورن کړ.

انجینر کمال وايي، د ابراهيمي اړوند وسله وال په کندوز کې له خلکو باج اخلي او په ګڼو جنایاتو کې لاس لري.

د هغه په خبره ابراهیمي د مخدره موادو په قاچاق کې هم پراخ لاس لري، دا چې د کندوز ولایتي اداره ولې د ابراهیمي پر ضد غږ نه پورته کوي، ښاغلی کمال وايي، هغوی ټول د ولسي جرګې د رییس «دلالان» دي.

تر دې وړاندې هم ولسي جرګې عبدالروف ابراهيمي د ۴ سوه خیالي کارکونکو پر ګومارنه تورن بللی و.

د ولسي جرګې د حقیقت موندنې ځانګړي کمیسیون یاده موضوع وڅېړله چې په پای کې يې ابراهیمي مجرم ثابت کړ او ترې وغوښتل شول چې د دې کارکوونکو په نوم اخیستل شوې پیسې باید بېرته دولت ته وسپاري.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د کندوز اوسېدونکو د اربکیانو له چلنده شکایتونه کړي دي.

په کندوز کې هر زور واکی خپل کسان لري چې د جنایاتو په وخت يې «غیر مسوول وسله وال» معرفي کوي.

د غلام سخي او عبدالغني په نومونو د کندوز اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي، چې د دې وسله والو له وېرې خلک پخپلو کورونو کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغوی پخپلو خبرو کې وویل، «د دوی له لاسه خلک خپل کاروبار نه شي کولای او ان خلک په خپلو کورونو کې د خونديتوب احساس نه کوي.»

د کندوز ولایتي شورا هم د دې څرګندونو پخلی کوي، د دې شورا یو غړي امرالدین ولي ويلي، دغه وسله وال په غلاوو، تښتونو او ګڼو جنايي جرمونو کې شریک دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د