افغانستان

پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر کونړ راکټي بريدونه کړي

نن ټکی اسيا: د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د پاکستاني پوځيانو لخوا يو ځل بيا پر کونړ ولايت ۳۶ راکټي بريدونه شوي دي.

د کونړ امنيه قومندان عبدالحسيب سيدخيلي رسنيو ته ويلي، چې د تېرو څلورويشت ساعتونو په ترڅ کې پاکستاني پوځيانو د کونړ په دانګام او شيګل ولسواليو ۳۶ راکټي بريدونه کړي، چې له امله يې ګڼ شمېر کورونه او کرهنيزې ځمکې زيانمنې شوي دي.

 

د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د کورنيو چارو او دفاع وزارت ته يې په دې اړه خبر ورکړی، خو تر دې دمه هيڅ اړونده مرجع په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

د يو بل خبر له مخې پاکستاني پوځيانو د هيواد سويل کندهار ولايت معروف ولسوالۍ کې هم له ډيورينډ کرښې يو کليومتر د افغانستان خاوره کې دننه خپل تاسيسات جوړ کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني عسکر د ډيورينډ کرښې مخالفت او پر افغان خاوره توغنديز بريدونه کوي او خپل تاسيسات د افغانستان په حريم کې دننه جوړوي، بلکې دا څويم ځل دی، چې پاکستان پر کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې د سرحد سرغړونه او پر افغان خاوره راکټي بريدونه کوي.

په دغو راکټي بريدونو کې تر اوسه لسګونه هيوادوال وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان دفاع او کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه هیڅ قوي کړنلاره نه ده ټاکلې تر د پاکستان د راکټي بريدونو او ځمکني تجاوز مخنوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x