افغانستان

طالبانو پر کانټينيټل هوټل د بريد مسؤليت ومانه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):تېره شپه نهه بجې په کابل کې پر انټرکانټينينټل هوټل ډله یيز سرتيري بريدونه پيل شول.

د فرانس پريس خبري اژانس په وينا د برید هدف هغه کنفرانس و چې له ناټو ځواکونو دولتي عسکرو ته د مسؤليت د لېږد په موخه جوړ شوی و.

طالبانو هم منلې چې د بريد اهداف يې بهرني او داخلي لوړ پوړي چارواکي او سرتيري وو.

طالب ویندوی نن ټکي اسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې بريد د دوی ۵ تنو ملګرو (بلال، ایوبي اوخلیل د کندهار، بشر د فاریاب او عبید د غور ولایت اوسیدونکو) چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د خاصو تکتیکونو په کارولو کړی.

ذبیح الله مجاهد وايي سرتیرو بريدګرو د مشرانو له لارښووني سره سم د بهرنيو هیوادونو اتباع له سم تشخيص وروسته په نښه او وژل.

خبرپاڼې دغه راز د سرتيرو بل هدف هغه داخلي چارواکي بللي چې له امريکايانو سره يې په غونډه کې ګډون درلود.

تر اوسه د دغه بريد له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو د روغتيا وزارت سرچينې وايي، چې تر اوسه دوی ته د څلوېښتو کسانو د مرګ ژوبلې خبر رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس د کانټيننټل هوټل د مدير حارث نایاب له خولې ليکلي، چې بريدګرو د هوټل په پخلنځي کې سنګر نیولی و او له هغه ځايه يې په هوټل کې د ننه ډزې کولې او همدا راز يې له هغه کومکي دولتي عسکرو سره هم جګړه کول چې د دوی د مخنيوي په موخه راتلل.

هغه مهال چې د بريد نژدې لس ساعتونه پوره کېدل د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي وویل، چې د هوټل په درېيم او څلورم پوړ کې د بريد کوونکو او عسکرو تر منځ جګړه روانه ده او د بهرنيانو په ګډون کورني مېلمانه په جګړه کې یرغمل دي.

ځايي رسنيو ته د پيښي عيني شاهدانو ويلي چې سرتيرو بريد ګرو به خارجي اتباع له داخلي اتباعو جدا کول او وروسته به يې یو، يو وژل.

د طالبانو خبرپاڼې ليکلي: «دغه بریدونه د تیرې جمعې شپې ته پلان شوي وو، خو هغه مهال په هوټل کې د واده مراسم ترسره کیدل او د ملکي خلکو د ازدحام له امله د عملیاتو اجازه ورنه کړل شوه.»

طالبان مني چې د کانټينينټل هوټل بريد وروسته له ۱۴ ساعتونو پای ته رسېدلی خو د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي اړوند يې څه نه دي ويلي.

بهرنيو او داخلي ځواکونو د خپلو تلفاتو وروستۍ کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx