د امریکايي ځواکونه چورلکه غورځېدلې، دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې یوه اپاچي چورلکه تېره ورځ شنبه سهار وختي د کالیفورنیا په ایالت کې وغورځېده چې له امله یې دوه تنه پیلوټان هم ووژل شول.

لیفټنټ کولونیل جاسون براون رویټرز خبري اژانس ته په استولي پيغام کې ویلي چې د چورلکې د غورځېدو پر پيښې دوی تحقیقات پیل کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د کالیفورنیا ایالت په جنوب کې د فورټ اروین په نامه روزنیز مرکز کې دغه پېښه را منځته شوه.

نوموړي ویلي چې په پېښه کې پیلوټ او د هغه همکار وژل شوي خو د اژانس په وینا نومونه یې ځکه وانه خیستل چې په وینا یې تر اوسه یې کورنیو ته معلومات نه دي ورکول شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د