fbpx

پر کانټینینټل هوټل برید کې احمد فرزان هم وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پر کانټینینټل هوټل د تېرې شپې برید کې د سولې شورا غړی، خبریال او دیني عالم احمد فرزان هم وژل شوی دی.

احمد فرزان چې د سولې عالي شورا غړی و، دینې زده کړې يې په کویټه کې ترسهر کړې وې او تر دې وړاندې په کندهار کې د اشرفیه مدرسې د دارالافتاء مرستیال هم پاتې شوی دی.

احمد فرزان لیکلي چاپ او ناچاپ اثار هم لري، د مولوي میراجان زوی، په ۱۳۶۲ لمریز کال د کندهار په پنځمه ناحیه کې زېږېدلی دی.

نوموړي د کندهار دارالمعلمین کې د ښوونکي په توګه، له کلید، پژواک او ځينو نورو رسنیو سره د خبريال په توګه هم کار کړی دی.

پر دې سربېره په دې برید کې په پېښور کې پخوانی افغان قونسل وحيد پویان هم وژل شوی دی، ویل کېږي چې نوموړی تازه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د قونسل په حیث معرفي شوی و.

دغه بريد چې شاوخوا یوولس ساعته يې دوام وکړ، نن تر غرمې مخکې پای ته ورسيد.

امنیتي مسوولینو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د عامې روغتيا مسوولینو ويلي چې د ۴۰ تنو شاوخوا مرګ ـ ژوبلې په اړه خبرونه ور رسېدلي دي.

د برید مسوولیت طالبانو منلی او ويلي يې دي، چې بهرنیو او داخلي پوځي چارواکو ته دروند زیان اړولی دی.

avatar
6 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کاش چی یو سوک می جهاد ته رهنمایی وکی
میلمه
کاش چی یو سوک می جهاد ته رهنمایی وکی

که هر چا ماته د جهاد رهنمایی وکه نو الله ج می د نیم ثواب د هغه کی قسم په الله که بلد وم چی چرته لار شم

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

فه کوم زای کی ٸی په مسنجر رابطه راسره وکړه زه بدی رهنمائی وکړم زما ده ایدی نوم دی مطمئن جانان

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مطمن جانان صاحب ! ستا نوم می فیس بوک کی لیدلو ما ویل چه تاسی مخکی له مخکی محاهد یاست زه نه پوهیږم چه مطمن جانان د کوم ښه مجاهد نوم دی ځکه تاسی یا نورو دغه نوم خوښ کړی . په هرصورت حیرانونکی پوښتنه دی کړی دا معنی چه ډیر رشتونی مګر ساده او کم معلومات شخص یی ، په دا څلور لسیزو جهاد کی چه پرون د روسانو دمشری لاندی ۲۲ الحادی کمونستی او نن د امریکا د مشری لاندی ۴۸ الحادی او دموکراتیک کفری فوځونه افغانستان ته راغلی زمونږ په میلونو خلک په کی په شهادت ورسیدل… نور لوستل »

اجمل ساحل
میلمه
اجمل ساحل

وروره په افغانستان کې هسي له ښاره یوه کلیوالي سیمي ته لاړشه ،یاهلمندکې کومي ولسوالۍ ته لاړشه بس هلته مجاهدین دي خپله به دجهادلاري اوطریقي درته وښایې ،

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښاغلی مطمئن جانان! غواړی جهاد وکی؟ څومره ناوخته! که خوب وینی؟ که ټوکی کوی؟ که رشتیا وائې نو داده لارښوونه او معلومات: که د یهودو او شیطان په لیاره کی جهاد !غواړی ولاړ شه داعش ته. که د انګرېز او پاکستان د ګټو د خوندی کولو په لیاره کی جهاد کول! غواړی ولاړ شه د کوټی شورا ته. که د ” عنداللّه اتقکم ” د نص پر ضد جهاد! غواړې، ولاړ شه د شمال او جنوب او ختیځ نژاد پرستانو او قوم پرستانو ته. او که د خدای او رسول او خلګو د رضا لپاره جهاد کول غواړی نو: همهلته… نور لوستل »

کمال
میلمه
کمال

غلام حضرت صاحب ، ستاسی والدین پوهیدل چه ستا د نوم سره یی [[[ غلام ]]] یو ځای کړی یعنی تاسی له موره غلام زیږیدلی یاست. تاسی د یو ګوډ شیطان حیثیت لری چه ساده کی ګلداره یی ، یوه خبره او بله کږه او د ملغونو شیطانانو کوی . له یوی خوا وایی چه که د یهودو او شیطان په لیاره کی جهاد کوی نو داعش ته ولاړ شه خو سمدلاسه پسی لیکی چه که انګریزانو او پاکستان ته جهاد کوی نو د کوټی شوری یعنی طالبانو سره ملګری شه . بل ځای کی ګوډ شیطان غلام حضرت جانان… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

حضرت صاحب تاسو ماته اګاه سړی ښکاریدۍ خو متاسفانه چې داسې نه ده. تاسو په کوم دلیل د جهاد له ضرورته سترګې پټوی؟ حلاله ډوډی ګټل جدا بحث دی دی، تعلیم او زده کړه جدا یو بل بحث دی او جهاد هم بل بحث دی، تاسو نباید مختلف بحثونه سره کډ او خلکو ته ګمراه کوونکې لارښونه وکړی؟ تاسو هغه وخت د جهاد ضرورت نفی کولای شی چې ظلم اصلا وجود ونلري، تیری نه وي موجود، مظلومیت نه وي، محکومیت نه وي، عدالت قایم وي. تاسو که د راغلو کافرو یرغلګرو بهرنیانو سوچه ګوډاګی نه وای او یا مو ورسره… نور لوستل »

خپلواک
میلمه
خپلواک

زما په اند ،
همدا غلام حضرت ، اصل کی غلام اشرف غنی دی ، د هغه ایجړا خبری ددی ایجړا د خبرو او دلایلو سره ډیر ورته والی لری ، غلام غلام حضرت هڅه لری چه اسلام او حهاد په بیلولو د ترمپ سکولریزم ته لیار هوار او د غلام حضرت او غلام غنی جیبونه له ډالرو دک او تل د عربی پاچاهانو په شان د جمهور ریس د نوم لاندی پاچا او هیواد د اروپایانو او امریکایانو مستعماره وی