شعـــــرونه

دشـــــــهـــــادت کليمه/مزمل

شاعر :حضرت يوسف مزمل

جانانه بيا مي د کمين نن هغه شپه را ياد شوه
ستا د شهادت وړې سلګۍ هغه قيصه را ياد شوه

تا چې ويل له مانه پاته سنګرونه ساتي
تا سره لوظ ګرانه هم هغه وعده را ياد شوه

ته چې خزه وې په غليم دي کړو مرګونى ګزار
په وينو سرو دي نن والله هغه مورچه را ياد شوه

چې تا بې کړله زمزمه وه غلمګي لره ګواښ
لاليه ستا د ننګ غيرت هغه ټپه را ياد شوه

يو چا پرې ښکلې وه په لاس د شهات کليمه
ستا په خاورين مزار ولاړه ها جنډه را ياد شوه

توره تياره کې چې پرې ټوله مقبره روښانه
ستا په مشهد چې بليده هغه ډيوه را ياد شوه

د ارمانو پيټي په سر له دنيا وکوچېدې
ما مزمل ته دي نن هفه خاطره را ياد شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x