افغانستان

پاکستان د افغان ملي اردو يو عسکر نيولی

نن ټکی اسيا: پاکستاني رسنۍ د پاکستان د سرحدي ځواکونو له قوله وايي، چې د افغانستان د ملي اردو يو عسکر يې په داسې حال کې نيولی، چې له قانوني اسنادو پرته د ډيورنډ هاغاړه د پاکستان خاورې ته اوښتی و.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د نيول شوي عسکر نوم ذبيح الله دی او دم ګړۍ د پاکستان سرحدي ځواکونو سره بندي دی. د لومړنيو راپورونو له مخې نيول شوي عسکر سره پاکستان ته دا خليدو قانوني اسناد نه وو او د لا زياتو پلټنو لپاره نوموړی د لنډيکوتل پوځي زندان ته ليږدول شوی دی.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني عسکرو لخوا د ملي اردو دغه سرتيری په داسې وخت کې نيول کيږي، چې پاکستاني عسکرو پر کونړ ولايت ۳۶ راکټي بريدونه او د کندهار معروف ولسوالۍ کې يو کليومتر دننه خپل تاسيسات جوړول پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x