
کابل: د هوټل بريد کې د کراچۍ لپاره افغان قونصل هم وژل شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کابل کې په انټرکانټنيټل هوټل بريد کې د پاکستان کراچۍ لپاره افغان قونصل جنرال عبدالله وحيد پويان هم وژل شوی دی.
کابل کې يوې امنيتي سرچينې ډيوه راډيو ته ويلي، په دغې برید کې د نوموړي سربيره د سولې عالي شورا غړي احمد فرزان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچينې په وينا، جنرال پويان په وروستيو کې د پاکستان پېښور له قونصلګرۍ څخه د کراچۍ قونصلګرۍ ته د جنرال قونصل په توګه معرفي شوی و خو لا يې رسمي دنده نه وه پيل کړې.
د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، په دغې بريد کې تردې دمه د یوې بهرنۍ مېرمنې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
ويل کېږي، د بريد پر مهال په هوټل کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ غونډه روانه وه او پکې د بهرنيانو په ګډون د څلور دېرش ولايتونو نږدې سل رئيسانو، کارکوونکو او بهرنيو چارواکو ګډون کړی و.
د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، په بريد کې لسګونه بهرني او داخلي چارواکي وژل شوي دي.