افغانستان

عطامحمد نور وايي، د جمعیت پرېکړه ورته د منلو ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ جنجالي واکمن عطامحمد نور وايي، له ارګ سره د جمعیت پرېکړه ورته د منلو ده.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه ورسره د جمیعت اسلامي مشر صلاح الدین رباني لیدلي دي.

رباني د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ته تللی او له عطامحمد نور سره يې د روانې لانجې په اړه خبرې کړې دي.

د بلخ ولایتي شورا مشر ډاکټر افضل حديد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې د عطامحمد نور او رباني د خبرو موضوع د ارګ او جمعیت تر منځ د ناستو اړوند وه.

حدید وايي جمعیت اسلامي له ارګ سره پر ۱۲ مواردو خبرې کړې او پر ځينو يې توافق هم شوی دی.

وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د ارګ او جمعیت تر منځ د ناستو لړۍ بې پایلې تمامه شوې او په پنځو ناستو کې کومه نتېجه نه ده تر لاسه شوې.

حدید د یادو ۱۲ مواردو د منځپانګې په اړه څه نه دي ويلي، خو جمعیت وړاندې تر دې ویلي و، د نظام بدلون او پر څوکۍ د عطامحمد نور پاتې کېدل يې هغه شرطونه دي چې باید ارګ يې ومني.

صلاح الدین رباني وروسته له هغه بلخ ته سفر کړی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر او له هغه وروسته د امریکا سفیر د بلخ پر موضوع څرګندونې وکړي.

هغوی په بلخ کې پر سوله ییز ډول د واک پر لېږد امر وکړ، چې ارګ او جمعیت دواړو يې هرکلی وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

غلامان د بادارانو په دستور او قومانده ( امر بالمعروف و نهی عن المنکر دجالی ) ولاړ دی د څه کړنو او څّه ویلو جه ورته امر وشی هماغه وایی او هغه کوی، که د طالبانو سره د روغی جوړی د دوی په خوښه ترسره کیدو امکانات وی له خپل منځی جنګو تیریږی بیا عطا او غنی جوړ دی هیڅ خبره نشته که نه حالات ترینګلی او د روسانو له ماتی وروسته چه کوم تاریخ تکرار شوی وو د امرکیا یانو له ماتو وروسته به هماغه تاریخ تکرارییی

اختر محمد

جمیعت اونظار شورا او دشر وفساد ډلی دامریکایانو غلامان دی همدا امریکا وه چه دا مړه ماران ی له کولابه را وستل او دافغانستان مقدسه خاوره ی ورته وسپارله نور دامریکا غلام بوه شو چه دتشناب کاغذ غوند ی استعمال شو باید دخپل بادار خبره ومنی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x