دعا / ځلاند

فیض محمد ځلاند

کاش چې تمام نه شي همدلته شي تمام هر څه
د ژوند د پیل هر کوښښ مې شي ناکام هر څه

ددې سفر د کیفیت اظهار به څنګه کوم
دلته جلا ورځ ده پیلیږي په ماښام هر څه

زه ترې جار ووتم څو وارې وه وه ځلې
داسې ستړیا وه چې پرې وربه کړم ارام هر څه

زموږ ترمنځ هره اړېکه په زم زم شوه پاکه
زه شوم د اوښکو په حرم کې پټ احرام هر څه

زما د زړه تیارې ځلانده شوې دا ستا په رڼا
کعبه دې ښکلې ده له ماه تمام هر څه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د