افغانستان

پکتیکا: په یوسف خېل ولسوالي کې د ملي امنیت مدیر په جنسي اړیکو تورن شو

د پکتیکا په یوسف خېل ولسوالي کې د دې ولسوالي د ملي امنیت مدیر له خپل یو ماشوم ساتونکي سره په جنسو اړیکو تورن شو.د یوسف خېلو د ملي امنیت مدیر محمد ابراهیم پرون شپه یوه نیمه بجه د ولسوالي په مقر کې له خپل دیارلس کلن ساتونکي سره هغه مهال په جنسي تېري تورن شو. چې ساتونکي يې په نیمه شپه په  ولسوالي کې شور جوړ کړ او له مدير سره يې شور د ولسوالي نورو ساتونکو واورید.

دغه ماشوم چې دیارلس کاله عمر لري، د همدې ولسوالي اوسېدونکی دی، یواځې يې د پلار د نوم په ښوودلو بسنه وکړه، چې د عبدالحنان زوی یم. نوموړي د تلیفون په کرښه نن ټکی اسیا ته وویل:
«دلته مې راډیو ګانې له ډاره غږ نه خپروي، د خدای لپاره زما غږ ترخلکو ورسوئ .»
نوموړي د تېرې شپې د پېښې کیسه داسې وکړه:
«مخکې به هم ابراهیم بل وړ راته کتل، خو ما ځان نه پرې پوی کاوه، موږ مجبور وو، ده ماته دوولس زره معاش راکاوه، خو تېره شپه مې خونې ته لوڅ راغی، د چرسو سیګرټ يې په لاس کې و،په خوشکه يې راته وویل، چې ما ستا په خاطر نصرالله لرې کړ او ته به مې خبره نه منې!»
د مالوماتو له مخې نصرالله د یوسف خېلو د مدیر پخوانی ساتونکی و، چې ده ورسره ورته اړيکې لرلې. او پرځای يې اوس همدا ماشوم مقرر شوی و.
د پېښې اړوند په سیمه کې چوپتیا ده، خو د هلک پلار عبدالحنان په دې ولسوالي کې اربکی دی او د سیمې خلک وايي چې محمد ابراهیم ته يې اخطارونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې دی،چې تېره ورځ هم د یوناما له خوا په یوه خبري ناسته کې پر دې ټینګار و، چې باید ماشومان له جنګي کرښو لرې وساتل شي.
دې ته ورته پېښې چې محلي رسنۍ يې له ډاره نه خپروي او ولس له خپلې کمزورۍ پرې خوله پټوي، د پکتیکا په ښرنه، مټاخان او اومنه کې هم تکرار شوي دي، چې ډېرې يې د اربکیانو له خوا وي. ځکه د دوی په منځ کې آن نهه کلن ماشومان هم ساتل شوي دي.

په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قوماندان عزيزالله له ځان سره درې دوولس کلن ساتونکي ګرځوي، چې څو واره يې په ولس کې ګونګوسې جوړې کړي، خو د دوی په خبره حاکمې زورورې فضا او مزدورې میډیا غږ ته نه دي پرې ايښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x