کرېکټ: انګلستان استرالیا ته بله ماتې هم ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۶): د انګلستان او استرالیا ترمنځ په دریېمه یو ورځنۍ سیالۍ کې استرالیا د ۱۶ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

استرالیا د انګلستان لخوا په یو ورځنۍ سیالیو کې درې پرلپسې ماتې وخوړې، چې په مرسته یې انګلستان د پنځو سیالیو لړۍ په درې صفر وګټله، او دا لومړی ځل دی چې استرالیا پخپل کوربه توب پرلپسې درې سیالۍ بایلي.

انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه او مخالف لوبډلې ته یې ۵۰ اورونو کې د ۳۰۳ منډو هدف وټاکه، ددوی لخوا بټلر په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د لوبې په پای توپ یې سلیزه هم پوره کړه او ونه سوځید، همدا ډول له ده سر تر پایه ولاړ لوبغاړی کریس ووکس هم نیمه سلیزه ووهله او په ستر هدف ټاکلو کې يې مرسته وکړه.

په ځواب کې د استرالیا لوبغاړو تر پایه ښه لوبه ترسره کړه، خو د سټیو سمیت په حق کې د امپایر غلطې فیصلې دوی ونشو کړای ټاکلي هدف ته ورسیږي او د پنځوس اورونو په لوبولو سره یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۸۶ منډې جوړې کړې.

د یو ورځنیو سیالیو څخه وړاندې د دواړو ترمنځ د پنځو لوبو ټیسټ لړۍ ترسره شوې وه چې په کې استرالیا انګلستان ته په څلور صفر ماتې ورکړې وه، او اوس د انګلستان کوښښ دی چې په یو ورځنۍ لړۍ کې استرالیا ته په پنځه صفر ماتې ورکړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ په ۲۶ جنوري په ایډلیډ ښار کې ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د