څیړنه: ډېره مالګه خوړل مو دماغي وړتیا کمزورې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغه، ۱۳۹۶ل): نویو څیړنو ښودلې چې ډېره مالګه خوړل د زړه ناروغۍ تر څنګ د یو شمېر نورو ناروغیو سره د دماغ وړتیا هم کمزورې کوي.

په امریکا کې د نوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې ډېره مالګه خوړل دماغو ته د وینې ورتللو فشار کموي چې له امله یې د انسان دماغي وړتیا او هغه برخه چې یادښت سره تړاو لري له خطر سره مخ کیږي.

څیړنه ښيي چې مالګه نه یوازې د دماغو د وینې بهیر باندې اغیز کوي بلکې د مالګې دوامداره زیات خوړل د خیټې او کولمو له لارې په اعصابو هم اغیز کوي.

پوهانو دغه څیړنه د موږکانو ژوند ته په کتلو او په هغوی له څیړنو وروسته ترسره کړه، او دوی غوښتل چې معلوم کړي چې زیاته مالګه ولې بدن ته زیان رسوي؟

له څو اوونیو څیړنو ورسته معلومه شوه چې د موږکانو بدن له سخت بدلونونو سره مخ شو، لکه دماغو ته په وینه پورته کېدلو کې کموالی راتلل، د فشار لوړیدل او د زده کړې برخه کمزورې کېدل.

همدا ډول د کولمبیا پوهنتون څیړونکی «الیزابیت هیلمان» زیاتوي چې ډېره مالګه خوړل د ماغزو هغه برخه اغیزمنوي چې د زدکړې او یادښتونو پورې اړه لري.

سرچینه: عربي۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د