fbpx

د ترکيې پوځيانو د سوريې شمال کې عمليات پيل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم نن يکشنبه ويلي، چې ترکي ځواکونو د سوريې شمال عفرين سيمه کې د کردي ياغيانو پر ضد عمليات پيل کړي، خو د کردي وسله‌ والو ډلو عفرين ته د ترکي سرتېرو د ور اوښتو خبرونه رد کړي دي.

امریکا د سوريې له کردانو ډلو سره مالي او پوځي مرستې کوي، خو ترکيه يې ترهګر بولي او ګواښ يې کړی، چې له خپلې پولې سره په نږدې سيمو کې کردي ياغيان نه پرېږدي او دوی رسېدونکې مرستې به هم په نښه کوي.

ښاغلي يلدرم په استانبول کې رسنيو ته ويلي، چې د ترکيې هوايي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د سوريې عفرين کې له سلو زيات هوايي بريدونه کړي او نن يې هلته ځمکني پوځيان ته لېږلي، تر څو ترکيې ته د پېښېدونکي ګواښونه د تل لپاره له منځه يوسي.

د ترکيې لومړی وزير وايي، چې دا پوځي عمليات به په څلورو پړاوونو کې پر مخ بوول کېږي.

هغه ويلي، چې په عفرين او شاوخوا سيمو کې له لس زرو زيات کردي وسله وال دي، چې د ترکيې امنيت ته ګواښ پېښوي او ګواښ يې کړی، چې هر څوک دغو وسله والو ته مرستې رسوي دوی به يې په نښه کوي او همدارنګه يې داعش ډلې هم ته ګواښ کړی، چې په سيمه کې يې پر ضد عمليات وکړي او له منځه به يې يوسي.

د ترکيې لومړي وزير دا هم ويلي، چې سوريې سره په اوږده د سوريې په خاوره کې پوله به دېرش کيلومټره خنډق هم جوړ کړي او ترکيې ته د اوښتونکو وسله والو د مخنيوي ټولې لارې چارې به وسنجوي.

یلدرم وايي، چې په عفرين سيمه کې د ترکي ځواکونو په عملياتو روسيه او ایران سترې نيوکې نه لري، بلکې يوازې ځينې اندېښنې ورسره دي او دوی هڅه کوي، چې دغه اندېښنې له منځه يوسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د